بریتانیا/ اسټارمر: د ټرامپ دباونو ته به تسلیم نشي
پارس ټوډی- د بریتانیا لومړي وزیر «کی یر اسټارمر» وویل:لندن به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د تجارتي ګواښونو تر ګواښ لاندې د ګرینلینډ په هکله له خپل دریځ څخه شاتګ ونکړي.
پارس ټوډی د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د بریتانیا لومړي وزیر کی یر اسټارمر پرون د خپل هیواد په ولسي جرګې کښې د ګرینلینډ په سر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د تعرفو ګواښونو ته په بې ساري غبرګون سره ټینګار وکړ:لندن به د تعرفو تر ګواښ لاندې د ګرینلینډ د راتلونکي په هکله له خپلو اصولو او ارزښتونو څخه شاتګ ونکړي او دا زما روښانه دریځ دی.
د بریتانیا لومړي وزیر کی یر اسټارمر د متحدانو تر دباو لاندې د راوستلو لپاره د تعرفو د لګولو ګواښ کاملا غلط وباله او زیاته یې کړه:د ګرینلینډ د جزیرې د راتلونکي ټاکل یوازې د دغه جزیرې او د ډانمارک د خلکو پرغاړه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تیره اونۍ وویل چې د راتلونکي میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له لومړۍ څخه به د بریتانیا، د ډانمارک، د ناروې ، د سویډن ، د فرانسې، د جرمني، د هالینډ او د فینلینډ پرضد لس فیصده اضافي تعرفي ولګوي او په جون میاشت کښې دغه تعرفې پینځویشت فیصدو ته زیاتیږي مګر دا چې امریکا د ګرینلینډ کنټرول په لاس کښې واخلي.
له متحدانو سره د امریکا په چلند د بریتانیا د خارجه وزیر نیوکه
په عین حال کښې د بریتانیا خارجه وزیر «ایوت کوپر»له خپلو متحدانو سره د امریکا په کړچار باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ:یوازې د ډانمارک او ګرینلینډ خلک کولای شي د دغه جزیرې په هکله فیصله وکړي.
ایوت کوپر د اروپايي هیوادونو پرضد د واشنګټن د تعرفو ګواښ ته په اشارې سره وویل:دا له متحدانو سره ښه روده نه ده.
د ګرینلینډ راتلونکی داسې موضوع ده چې یوازې د ګرینلینډ او ډانمارک وسیدونکي باید د دغه سیمې په هکله فیصله وکړي.
د بریتانیا د پوهنتون استاد: اسرائیل او امریکا نړیوال حقوق د دړې وړې کیدا تر سرحد پورې رسولي دي.
بل خبر دا چې د بریتانیا د اکسټر پوهنتون استاد «ایلان پپه» په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او په دنیا کښې د امریکا د لاسوهونکو سیاستونو او له اسرائیلو رژیم د واشنګټن ملاتړ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ نړیوال حقوق له بل هر وخت څخه زیات د امریکا او د اسرائیلو لخوا د دړې وړې کیدا په درشل کښې ورغلي دي.