صهیونیسټ رژیم د سوریې په جنوب باندې بیا تیری وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170864-صهیونیسټ_رژیم_د_سوریې_په_جنوب_باندې_بیا_تیری_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم ځواکونو په سوریې باندې د خپلو تیریو او له دمشق سره د سټراټيژیک تفاهم لیک د خلاف ورزۍ په دوام کښې د سوریې په جنوب کښې په یوشمیر سیمو تیري وکړل.
(last modified 2026-02-18T10:05:36+00:00 )
Feb 18, 2026 14:31 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د سوریې په جنوب باندې بیا تیری وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم ځواکونو په سوریې باندې د خپلو تیریو او له دمشق سره د سټراټيژیک تفاهم لیک د خلاف ورزۍ په دوام کښې د سوریې په جنوب کښې په یوشمیر سیمو تیري وکړل.

د صهیونیسټ نیواکګر رژيم ځواکونو نن د سوریې په جنوب کښې په «ریف قنیطره» سیمه کښې په «عین زیوان» کلي یرغل وکړ.

د صهیونیسټ رژیم ځواکونو په دغه کلي کښې په یو شمیر کورونو باندې یرغل وکړ او د دغو کلیو په خوا کښې یې د پلټنې یو مرکز جوړ کړ.

د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو د سوریې  پلي تګ کونکي وپلټل او تلاشۍ یې واخیستله او د ښاریرو په تګ راتګ کښې یې خنډ رامینځته کړ.

له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم ځواکونو د قنیطره په ریف جنوبي کښې په «صیدا الجولان» کلي هم یرغل وکړ او یو ځوان یې ونیوه.

د اسرائیلو رژیم په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا راهسې په دغه هیواد کښې له موجوده امنیتي خلا څخه په ناوړه استفادې سره د سوریې په جنګي الوتکو او درنو دفاعي تاسیساتو باندې بمباریو سره د سوریې په جنوب کښې په قنیطره سیمه کښې پرمختګ کړی او د جبل الشیخ سټراټيژیکو لوړو په شمول یې د دغه ښار یوشمیر سیمې نیولي دي.