امریکا د وینزویلا هیواد بډایه شوي یورانیم واشنګټن ته یوړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د انرژۍ وزارت وویل چې د وینزویلا په پلازمینې کاراکاس کښې له یوه تحقیقاتي ریکټر څخه دیارلس اعشاریه پینځه کلوګرامه یورانیم ایستل شوي او هغه امریکا ته وړل شوي دي.
د امریکا د انرژۍ په وزارت کښې د اټومي امنیت د ملي ادارې مشر «برنډون ویلیامز» ادعا وکړه له وینزویلا څخه د ټولو بډایه شویو یورانیمو په امن ډول ایستل د یوې نوي او د احیا شوي وینزویلا په باره کښې دنیا ته بل پیغام دی.
د دغه راپور پراساس د امریکا ، د وینزویلا، د انګلستان او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس کارپیژاندو له وینزویلا څخه د دغو بډایه شویو یورانیمو په ایستلو کښې رول درلود.
امریکا په وینزویلا کښې د قانوني حکومت په نسکورولو سره اوس هلته یو لاسپوڅی حکومت واک ته رسولی دی.
امریکا تراوسه د دنیا په ډیرو هیوادونو کښې د قانوني حکومتونو پرضد کودتاګانې کړي دي او د ولسونو پرضد یې جنایتونه او ظلمونه کړي دي.