شمالي کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال توغندی ازمویلی
May 27, 2026 05:05 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی شمالي کوریا وویل چې د مصنوعي هوش او ځیرکتیا د ټیکنالوژۍ پراساس یو څو منظوره کروز توغندی یې ازمویلی دی.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» په شخصي ډول په دغه ازموینې چې پرون ترسره شوه څارنه وکړه او د تاکتیکي کروز توغندوي سیسټم د اهمیت په اړه یې مثبته جاجونه درلودله.
د جنوبي کوریا پوځ هم پرون وویل چې شمالي کوریا کابو یو توغندی د زیړ سمندر په لور توغولی دی.
زیړ سمندر چې د شمال سمندر په نوم هم پیژندل کیږي د ارام اوقیانوسیې په څنډه کښې یوه سمندري سیمه ده چې د چین او د کوریا د ټاټووزمې ترمینځ پرته ده او په حقیقت کښې د ختیځ چین د سمندی شمال لویدیځه برخه ګڼل کیږي.
ټیګونه