فرانسې د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174216-فرانسې_د_ایران_او_د_امریکا_ترمینځ_د_موافقې_هرکلی_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د ایران او د امریکا د موافقې په هرکلي سره د موافقې په کامل او چټک ډول د اجرا کولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-06-15T01:07:43+00:00 )
Jun 15, 2026 05:35 Asia/Kabul
  • فرانسې د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د ایران او د امریکا د موافقې په هرکلي سره د موافقې په کامل او چټک ډول د اجرا کولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل زه د ایران او د امریکا ترمینځ د ترلاسه شوې موافقې هرکلی کوم داسې موافقه چې د ډيپلوماټیکې هڅې نتیجه ده چې څو هیوادونو پکښې رول لوبولی دی.

مکرون د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي او توغندوي پروګرامونو په هکله د لویدیځو هیوادونو سیاسي ادعاګانې تکرار کړې او ادعا یې وکړه راتلونکي خبرې باید په دغو موضوعګانو باندې غور وکړي.

دغه راز د بریتانیا لومړي وزیر  «کی یر اسټارمر» هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ او هغه یې د جنګ د ختمولو او د سیمې د ثبات د تضمین لپاره مهم ګام وباله.

هغه وویل زه د نن ورځې د موافقې چې د امریکا او د ایران ترمینځ وشوه تود هرکلی کوم او دغه د جنګ د ختمیدا په لاره کښې ، د سیمې د ثبات د تضمین او د هرمز اوبلارې د بیرته پرانیستل کیدا لپاره ډیر مهم ګام دی.