د ایران برلاسه دریځ ؛ او د ټرمپ تسلیمۍ ته اړکیدا (تفسیر)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174298-د_ایران_برلاسه_دریځ_او_د_ټرمپ_تسلیمۍ_ته_اړکیدا_(تفسیر)
ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
(last modified 2026-06-17T11:54:37+00:00 )
Jun 17, 2026 16:01 Asia/Kabul
  • د ایران برلاسه دریځ ؛ او د ټرمپ تسلیمۍ ته اړکیدا (تفسیر)

ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.

آسیا ټایمز خپرونې پخپل یوه وروستي تحلیل کې لیکلي دي ؛ایران په تیرو  درو میاشتو کې له هغو دوو هېوادونو سره جنګ وکړ چې د پوځي او ټیکنالوژیکي پرمختګ له پلوه د نړۍ له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي. ایران د تمې په اپوټه ډېر مقاومت وښود او لږ تر لږه له سټراتیژیک نظره داسې ښکاري چې اوس تهران په دې شخړې کې برلاسی دریځ لري. خو پوښتنه دا ده چې دغه وضعیت څنګه رامنځته شو؟

کله چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ په وروستیو کې د ایران پر ضد د وروستي جنګ د پیل لپاره له اسرائیلي رژیم سره یوځای شول، د ایران لپاره وړاندوینې چندانې هیله بخښونکې نه وې.

امریکا او د هغې اسرائیلي ملګري پر ایران داسې جنګ وتَپه  چې په څرګنده توګه ناانډوله ؤ. په دغه جنګ کې د ایران اسلامي جمهوریت له دوو ایټمي وسلو لرونکو دښمنانو سره مخ شو چې د نړۍ ځینې تر ټولو پرمختللې پوځي وړتیاوې ئې لرلې. د امریکا او اسرائیلو د مداخلې کچه د هغو ټولو تجربو څخه ډېره پراخه وه چې ایران په تېرو لسیزو کې ورسره مخ شوی و.

لکه څنګه چې په بیت المقدس کې مېشت د مینځني ختیځ کارپوه ډانیل سوبلمن څرګندوي، په نابرابر جنګ کې یو لوری باید د  زیانمن انډول  د خپل ځان په ګټه بدل کړي، څو له بشپړ  ماتې څخه ځان وژغوري. د دې لپاره اړینه ده چې خپل حیاتي پوځي ظرفیتونه وساتي او د خپلو دښمنانو له کمزوریو ګټه واخلي.

دغه منطق له ډېر پخوا راهیسې د ایران د سټراټیژیک تفکر یوه مهمه ځانګړنه وه. ایرانيو چارواکو تل ټینګار کړی چې د دښمنانو له کمزورو ټکو څخه ګټه اخیستل او په ورته وخت کې د خپلو کمزوریو  کمول، د نا انډولې مخه نیونې  او جنګ  یو اساسي اصل دی.

د جګړې له پیل مخکې د تهران   منخنیونکي  تګلاره ونه توانېده چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي، خو په تېرو درو میاشتو کې ایران وتوانېد چې د  تاواني کیدا انډول  بدل کړي، درانه لګښتونه پر خپلو دښمنانو وتپي، خپل بریدونه زیات کړي او د دښمنانو له کمزوریو داسې ګټه پورته کړي چې نه یوازې ئې خپله بقا تضمین کړه، بلکې دښمنان ئې د اوربند منلو ته هم اړ کړل.

تر اپرېل میاشتې پورې څرګنده شوه چې امریکا او اسرائیلي  رژیم تهران تسلیمولو  ته نشي  اړ کولی. یرغلګرو قدرتونه ونه توانېدل چې د نظام د بدلولو شرایط برابر کړي او همدارنګه د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو په له مینځه وړلو کې پاتې راغلل.

 

ایران د د تپلي جنګ  ټول دباؤنه او زیانونه وزغمل، خو تر ټولو مهمه دا وه چې د اسرائیلي رژیم او د  فارس خلیج په سیمې کې ئې د امریکا د اډو پر ضد  د توغندیو او ډرونز بریدونو د غچ اخیستنې وړتیا وساتله.

ایران همدارنګه د   فارس فارس د څنډې په عرو هېوادونو کې د امریکائي تیریګر هیواد موجود د  انرژۍ او نورو بنسټیزو تأسیساتو په نښه کولو سره د امریکا هغه اعلان شوی هدف کمزوری کړ چې ګواکې د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ساتنه کوي. دغه کار ،د دغو هېوادونو حیثیت د ثبات د خوندي مرکزونو په توګه زیانمن کړ.

ایران د سوداګریزو بېړیو پر مخ د هرمز تنګي په تړلو سره هم د لوبې قواعد بدل کړل او وې ښودله  چې برلاسی لري.

که څه هم ایران لا هم د پوځي بریدونو پر وړاندې په ځینو برخو کې زیان‌من دی، خو داسې ښکاري چې لږ تر لږه په سیاسي او ستراتیژیکه کچه اوس برلاسی دریځ لري. همدې وضعیت ټرمپ دې ته اړ کړی چې د وتلو او حل لارې په لټه کې شي، ځکه ایران لا هم د هرمز تنګي د تړلو او په ټولې سیمې کې د حیاتي هدفونو د په نښه کولو وړتیا لري.

همدارنګه داسې ښکاري چې ایران د «مقاومت چورلیز»  خپل نفوذ او  مخه نیونکی قدرت  د اصلي ستنې په توګه پیاوړی کوي. تهران په دې وروستیو کې د دغه چورلیز  د «نوي امنیتي کمربند» د جوړېدو خبر ورکړی او د «متحد مقاومتي جبهې» د نوې نظریې ادعا ئې کړې ده؛ داسې نظریه چې له مخې به ئې  پر چورلیز  هر ډول هر برید د ټولو غړو له همغږې غبرګون سره مخ شي.

په هرحال ؛ تهران به هڅه وکړي چې له دغه ادعا شوي سټراټیژیک  برلاسي  څخه د خپلو فعالیتونو د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره هم «د عمل په ډګر» کې ــ په تیره بیا د پوځي ځواک د ګواښ او کارونې په برخه کې ــ او هم له واشنګټن سره د «مذاکراتو په ډګر» کې ګټه پورته کړي، څو په راتلونکي کې په لا پياوړي سټراټیژیک موقعیت کې راڅرګند شي.