امریکايي شنونکی: ایران له جګړې څخه پیاوړی راووت
پارستودی - یوه امریکايي شنونکي ویلي چې د امریکا نظامي عملیات لامل شوی ایران د جګړې څخه مخکې په پرتله په پیاوړي ځای کې راشي .
د ایرنا د خبر له مخې، د «ناینتین فورټي فایو» ویبپاڼې د ملي امنیت لوی مدیر، برانډن ویچرت، له راشا تودي شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا او صهیونیستي رژیم ګډ نظامي اقدام د لویدیځې آسیا په ستراتیژیک توازن کې بدلون راوستلو کې پاتې راغلی.
دغه شنونکي استدلال وکړ چې واشنګټن نه په جګړه کې او نه هم په توافق کې د پام وړ ستراتیژیک لاسته راوړنو ته رسېدلی دی.
راشا تودي لیکلي: د دې شنونکي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې واشنګټن او تهران له موقت توافق وروسته د دیپلوماسۍ په اړه متضاد پیغامونه لېږي.
دغې رسنۍ زیاته کړې: په داسې حال کې چې دونالد ټرمپ،ویلي چې تمه کېږي خبرې اترې دوام ومومي، د ایران چارواکو ټینګار کړی چې د لوړپوړو چارواکو په کچه دوه اړخیزې خبرې اترې په پلان کې نه دي. د امریکا او قطر د چارواکو په وینا، په دوحه کې فني خبرې اترې د قطري منځګړیو له لارې دوام لري.