فرانسه عربستان ته ځواکونه او وسلي استوي
-
د فرانسی ولسمشر ماکرون او د سعودی ولیعهد بن سلمان
پارس تودی- په داسې حال کې چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ جګړه دوام لري، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان وکړ: «موږ سعودي عربستان ته ځواکونه او دفاعي سیستمونه استوو، څو د یمن پر وړاندې د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع بندري ښار په ساتنه کې مرسته وکړو؛ دغه ښار د انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي اهمیت لري.»
مکرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: موږ پوځي امکانات، یعنې سرتېري، راداري او دفاعي سیستمونه د ینبع د ساتنې لپاره استوو، خو فرانسوي ځواکونه به یوازې د دغه بندري ښار د ساتنې لپاره هلته واستول شي او په جګړه کې به ښکېل نه شي.»
رویټرز خبري اژانس تر دې مخکې د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې سعودي عربستان د «ختیځ ـ لوېدیځ» پایپلاین فعالیت بېرته پیل کړی او ښايي د سره سمندرګي له ینبع بندر څخه یې د تېلو صادرات هم بېرته پیل کړي وي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د دغه هېواد د تېلو حیاتي لاره د عراق له لوري د څو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوې ده. په همدې تړاو، ځینو غیررسمي سرچینو دغه برید د یمن له وسلهوالو ځواکونو سره تړلی بللی و.
دغه پایپلاین تيل د فارس خلیج له څنډو څخه د سره سمندرګي پر غاړه ینبع بندر ته لېږدوي چې د فارس خلیج او هرمز تنګي ځایناستې لاره بلل کیږي.