پوتین: دنیا د ایران د خلکو په مقاومت حیرانه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179236-پوتین_دنیا_د_ایران_د_خلکو_په_مقاومت_حیرانه_شوې_ده
پارس ټوډې- د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې ټوله نړۍ د ایران د خلکو له مقاومت او زړورتیا څخه حیرانه شوې ده.
(last modified 2026-10-03T00:33:23+00:00 )
Oct 03, 2026 05:02 Asia/Kabul
  • پوتین: دنیا د ایران د خلکو په مقاومت حیرانه شوې ده

پارس ټوډې- د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې ټوله نړۍ د ایران د خلکو له مقاومت او زړورتیا څخه حیرانه شوې ده.

پارس ټوډې سایټ د تسنیم خبري اژانس په قول راپور راکړی  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې پنجشنبې ورځ د «والدای» د نړیوالو خبرې اترو  د کلب په درویشتمې عمومي کلنۍ غوندې وویل، طبیعي ده چې ټوله نړۍ د ایران په شاوخوا کې روانې پېښې په ډېر دقت سره څاري او د ایران د خلکو له زړورتیا، مېړانې او مقاومت، او همدارنګه د حکومت د لوړو کچو، وسله والو ځواکونو او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په لیکو کې د پراخو امکاناتو له شتون څخه حیرانه ده؛ داسې کسان چې د خپل هېواد د خلکو د دفاع لپاره چمتو دي.

د روسیې ولسمشر وویل: موږ له هر ډول تېري سره مخالف یوو او باور لرو چې ټولې ستونزې باید د سوله‌ییزو لارو او د هوکړې له لارې حل شي.

هیله لرو چې د هرمز اوبلاره  هم پرانیستل شي او بندیزونه لغوه شي؛ هغه موضوع چې ایران یې په سمه توګه غوښتنه کوي. پر ایران لګېدلي ناعادلانه بندیزونه باید لغوه شي.

د پوتین په باور، د تهران پر وړاندې د محدودیتونو عادلانه لغوه کول به په هرمز اوبلاره  او سره سمندرګي سیمه کې د ملکي کشتیو  د تګ راتګ پر وړاندې د هر ډول بندیز لګولو اړتیا په بشپړه توګه له منځه یوسي.

ولادیمیر پوتین وویل چې په ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول په امنیت شورا کې د پرېکړو نیولو ځینې میکانیزمونه، ، زاړه ښکاري، خو باید له دې ادارې څخه تېر نه شو.

 

د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې د بریکس ډلې غړي هېوادونه د نړۍ نیمايي نفوس رانغاړي او کولی شي د نوي نړیوال نظم د جوړېدو لپاره یوه بېلګه وي.

پوتین وویل: له شک پرته، بریکس په څېر یو سازمان کولی شي د نړۍ د راتلونکي نظم د جوړېدو لپاره یوه بېلګه ووسي.

موږ پوهېږو چې بریکس نن په عملي توګه د نړۍ نیمايي نفوس رانغاړي او په نړیوال اقتصاد کې د بریکس ونډه هم په پرله‌پسې ډول د زیاتېدو په حال کې ده.

 دا بهیر هر کال دوام لري، موږ یې وینو او شمېرې هم همدا ښيي.

 تر ټولو مهم د بریکس د جوړېدو او فعالیت اصول دي.

 ټول برابر دي په دې ډله کې هېڅ ډول سلطه نشته او همدا موضوع د پام وړ ده.