د نړۍ د کارموندنې راتلونکی به څه ډول وي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i180078-د_نړۍ_د_کارموندنې_راتلونکی_به_څه_ډول_وي
پارس‌ ټوډی–  د نړیوال اقتصادي فورم وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نړۍ اقتصاد ۹۲ میلیونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړي.
(last modified 2026-10-17T01:19:37+00:00 )
Oct 17, 2026 05:45 Asia/Kabul
  • د نړۍ د کارموندنې راتلونکی به څه ډول وي؟

پارس‌ ټوډی–  د نړیوال اقتصادي فورم وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نړۍ اقتصاد ۹۲ میلیونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړي.

کارپوهان په دې باور دي چې په راتلونکي کې به ډېری دندې داسې مهارتونو ته اړتیا ولري چې انجینري، د معلوماتو شننه او طبیعي علوم سره یوځای کوي.

د برېکس تلویزیون په حواله، د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، نړیوال اقتصادي فورم وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نړۍ اقتصاد ۹۲ میلیونه دندې له لاسه ورکړي؛ خو په همدې موده کې به ۱۷۰ میلیونه نوي کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

د دغه فورم د اټکل له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۳۹ سلنه بنسټیز مهارتونه خپل ارزښت له لاسه ورکړي او زړېدلي به شي.

د نړیوال اقتصادي فورم د راپور د معلوماتو له مخې، هغه پنځه برخې چې تمه کېږي تر ۲۰۳۰ کال پورې په کې د دندو تر ټولو زیات زیاتوالی په کې رامنځته شي، په لاندې ډول دي:

  • ټکنالوژي او ډیجیټلي بدلون: ۳۵ میلیونه دندې؛
  • شنه انرژي: ۲۸ میلیونه دندې؛
  • روغتیايي پاملرنه: ۲۴ میلیونه دندې؛
  • ښوونه او روزنه او د کاري ځواک پراختیا: ۱۸ میلیونه دندې؛
  • زیربناوې او ترانسپورتي تګ راتګ: ۱۵ میلیونه دندې.

باید په پام کې ونیول شي چې د بریکس غړي هېوادونه هم، چې ګډ نفوس یې ۳.۹ میلیارده کسانو ته رسېږي، د دې بدلون په بهیر کې شامل دي. د بریکس هېوادونه باید خپلې ملي ښوونیزې او روزنیزې تګلارې د کار بازار له اوسنیو شرایطو سره نه، بلکې د نړیوال کار بازار له راتلونکو بدلونونو او خوځښتونو سره همغږې کړي.

د دې ډلې هېوادونه بېلابېل علمي ښوونځي، سرچینې او صنعتي وړتیاوې لري.

د پوهنتونونو د شبکو له لارې د دغو هېوادونو سره یوځای کول نه یوازې د متخصصانو د روزنې لپاره د یوه نظام د رامنځته کولو زمینه برابروي، بلکې د پوهې، ټکنالوژیو او نوښتونو د تولید لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو امکان هم برابروي.