دایران اسلامی جمهوریت د عربو اتحادیې دمشر څرګندونې رد کړې .
-
ابوموسی ، ستر تنب او کوچنی تنب جزیرې دایران د خاورې نه بیلیدونکي برخې دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی د ابو موسی ، ستر تنب او کوچنی تنب د دریو(۳) ایرانیو جزیرو په باره کښې د عربو اتحادیې دمشر لاسوهونکی څرګندونې رد کړې .
بهرام قاسمی د ایران ددریو (۳)جزیرو په باره کښې دعربو اتحادیې دمشر احمد ابو الغیظ د لاسوهونکو څرګندونو په ردولو سره هغه دفارس خلیج د سیمې د حقیقتونو دډیر درک کولو لپاره دسیمې د جغرافیې او دتاریخ لوستلو ته دعوت کړ .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی په دې خبرې ټینګار سره چې ابوموسی ، ستر تنب او کوچنی تنب جزیرې دایران د خاورې نه بیلیدونکی برخې دی وویل د ناسمو دریځونو تکراریدل په موجودو تاریخی ، جغرافیایی او حقوقی حقیقتونو هیڅ اغیز نه دی لرلی او نه به یې ولری .
دعربو اتحادیې مشر احمد ابو الغیظ په منامې کښې دبحرین له خارجه وزیر خالد بن احمد ال خلیفه سره په خبری کانفرنس کښې دبحرین دخلکو د ځپلو په مقابل کښې د ال خلیفه رژیم دملاتړ په ترڅ کښې په فارس خلیج کښې د ایران ددرې (۳)ګوڼه جزیرو په باره کښې دال خلیفه رژیم هسې چټی ادعا تکرار کړه .