د کډوالو په وړاندې د اروپا انسانی ضد کړچار
اروپایی هیوادونه هماغه راز د کډوالو په وړاندې د سختوتابیاو او د هغو د ورتګ د مخنیوی لپاره د سختو لارو چارو او همداراز د هغو په ویستلو پسې دی
د کډوالو په وړاندې د اروپا د انسانی ضد کړچار په دوام کې د انګلستان دولت هم د کابو هغو دوو زرو کډوالو ماشومانو چی د فرانسې د کاله د کیمپ په تړلو سره کډوال شوی ، د منلو غوښتنه رد کړی ده . د جرمنی دولت هم ویلی دی هغه څه د پاسه درې زره افغان کډوال چی له دغه هیواده د کډوالۍ د اسنادو په ترلاسه کولو کې ندی بریالی شوی ، افغانستان ته ورستنه کړې شول . سویډن هم ګڼ شمیر افغان کډوالو د ورستنولو لپاره د الوتونو تدارک لیدلی دی . اروپایی هیوادونو ته د کډوالو د ورتګ لپاره په سختو شرایطو پسې د د سویټرزلینډ پارلیمان هم په دغه هیواد کې د کډوالو د زیات محدودیت لپاره نوې قانون تصویب کړ .
د اروپا زیاتو هیوادونو د ملګرو ملتو د کډوالۍ کمشنری په وسیله ټاکل شوی ونډه دردولی ده . د جرمنی په شان ځینو اروپایی هیوادونو د عراق او سوریې په جنګونو پسې د مینځنی ختیځ د کړکیچ په پیل کې د بشری حقوقو د ملاتړ شعار ورکړل او یو شمیر کډوال یې منل خو اوس دغه هیوادونه هم د کډوالو په وړاندې د سختۍ سیاست تعقیبوی . ځینو اروپایی هیوادونو په کډوالو خپلې پولې تړلی دی ، په داسې حال کې چی زیاتره کډوال په پولو یا کیمپونو کې له سختو امنیتی او معیشتی شرایطو سره مخامخ دی . د ماشومانو او ښځو په شمول ډیر کډوال د مافیایی ډلو په لاس تښتول شوی دی او ترې ناوړه استفاده شوی ده . یو شمیر اروپایی هیوادونه په توپیری سیاست کې د مینځنی ختیځ د کډوالو د منلو په ځای اوکراینی کډوال قبلوی . په هنګری کې هم د مسلمانو کډوالو پر ځای د عیسایی کډوالو د منلو سیاست غوره شوی دی . د اروپایی اتحادیې سیاست هم د اروپا په پولو کې د کډوالو درول دی . د اروپایی اتحادیې او ترکیې د موافقې په اساس ترکیه د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې ، کډوالو د اروپا د پولو تر شاه دروی . اروپایی اتحادیه د تیونس او نایجریا په شان د افریقا د شمال له ځینو هیوادونو سره هم ورته موافقی لاسلیک کړی دی .
د مینځنی ختیځ او د افریقا د شمال کډوالو له بې وزلۍ ، بی ثباتی او داخلی جنګه د خلاصیدا لپاره اروپا ته کډه کوی خو لویدیځ هیوادونه د خپلو تیرو ژمنو او د بشری حقوقو د ملاتړ د ادعا په اپوټه د هغو له منلو ډډه کوی .
د ملګرو ملتو په شمول نړیوال اورګانونو په اروپایی هیوادونو کې له کډوالو سره په غیر انسانی کړچار نیوکې کړی دی . له کډوالو سره د اروپایی اتحادیې د غړیو هیوادونو نامناسب کړچار چی د بشری حقوقو د ادارو په ډیرو راپورونو او حتی د دغو هیوادونو د حکومتونو په راپورونو کې هم منعکس شوی ، د بشری حقوقو د مدعی اروپایی دولتونو له غیر اسنانی کړچاره پرده اوچتوی .