دسپینې ماڼۍ په مدیریّت کې ترینګلتیاوې رابرسیره شوي دي .
زمونږخبریال د یاهونیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د امریکا دمشرانو جرګې دپوځي ځواک دکمیشن مشر جان مک کین په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دملی امنیت دسلاکار مائيکل فلین استعفی ، دسپینې ماڼۍ په مدیریّت کې دخار پار درامینځة کیدا نښې نښانې دي .
دامریکادمشرانوجرګې دپوځي ځواک دچارو د کمیشن مشر دمائيکل فلین استعفی د دغه هیواد دامنیتی اورګان له تیر وتي مدیریّت سره اړونده وبلله . هغه همداراز ویلی دي ، دمائيکل فلین استعفی دماسکو په وړاندې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ او له ماسکو سره دهغه داړیکو په باب جدي پوښتنې راپورته کړي دي .
سپینې ماڼۍ بیګا دامریکا د ملي امنیت دسلاکار له څوکۍ دمائيکل فلین داستعفی له اعلانه وروسته په دغه څوکۍ د کیټ کلوګ دمنصوبیدا خبر ورکړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې ماسکو د روسیې په ضد دبندیزونو دلغوه کیدا په باب له روسي چارواکو سره د امریکا دولسمشر د ملی امنیت دمستعفي شوي سلاکار خبرې اترې دروغ بللي دي