دسپینې ماڼۍ په مدیریّت کې ترینګلتیاوې رابرسیره شوي دي .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i40944-دسپینې_ماڼۍ_په_مدیریّت_کې_ترینګلتیاوې_رابرسیره_شوي_دي_.
زمونږخبریال د یاهونیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د امریکا دمشرانو جرګې دپوځي ځواک دکمیشن مشر جان مک کین په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دملی امنیت دسلاکار مائيکل فلین استعفی ، دسپینې ماڼۍ په مدیریّت کې دخار پار درامینځة کیدا نښې نښانې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2017 11:35 Asia/Kabul
  • دسپینې ماڼۍ  په مدیریّت کې ترینګلتیاوې   رابرسیره شوي دي .

زمونږخبریال د یاهونیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د امریکا دمشرانو جرګې دپوځي ځواک دکمیشن مشر جان مک کین په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دملی امنیت دسلاکار مائيکل فلین استعفی ، دسپینې ماڼۍ په مدیریّت کې دخار پار درامینځة کیدا نښې نښانې دي .

  دامریکادمشرانوجرګې دپوځي  ځواک دچارو د کمیشن مشر دمائيکل فلین استعفی د دغه هیواد دامنیتی اورګان  له تیر وتي مدیریّت سره اړونده وبلله .  هغه  همداراز ویلی دي ، دمائيکل فلین استعفی  دماسکو په وړاندې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ   د دریځ او له ماسکو سره دهغه  داړیکو په باب جدي پوښتنې راپورته کړي دي .

سپینې ماڼۍ بیګا دامریکا د ملي امنیت دسلاکار له څوکۍ دمائيکل فلین  داستعفی  له اعلانه وروسته   په دغه څوکۍ د کیټ کلوګ  دمنصوبیدا خبر ورکړی دی .

 داپه داسې حال  کې دي  چې ماسکو د روسیې  په ضد دبندیزونو دلغوه کیدا په باب له روسي چارواکو سره د امریکا دولسمشر د ملی امنیت دمستعفي شوي سلاکار خبرې اترې دروغ بللي دي