دتهران ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . ترپایه راسره مله ووسئ.
داهم دتهران زیاتره ورځپاڼو نن پخپلو سرټکو کې په تهران کې دفلسطین له انتفاضې دملاتړ شپږم نړیوال کنفرانس پایزې اعلامیې ته ډير انعکاس ورکړی او لیکلي ئې دي په تهران کې د فلسطین له ملاتړه د نړۍ داتیاؤ هیوادونو دلوړپوړو چارواکو،سیاستوالانو او شخصیتونو او دفلسطین دمبارزو ډلو د ځينو مشرانو شتون وښودله چې دفلسطین موضوع هماغه راز د اسلامی نړۍ دلومړیتوب په سر کې ده او دغه ولولناک اوپرتمین کنفرانس دصهونیسټ رژیم او ځينو پيّلو هیوادونو تعاملات ترپوښتنې لاندې راوستي دي
دتهران مطبوعاتو لیکلي دي ،د فلسطین د خلکو د انتفاضې د ملاتړ د شپږم نړیوال کانفرنس په وروستۍ بیانیه کې د اسلامی نړۍ او عربی هیوادونو د لومړي لومړیتوب په توګه د فلسطین د موضوع په ساتنې ټینګار شوی.
د فلسطین د خلکو د انتفاضې د ملاتړ د شپږم نړیوال کانفرنس په وروستۍ بیانیه کې د اسلامی نړۍ او عربی هیوادونو د اول لومړیتوب په توګه د فلسطین د مسئلې د ساتنې او د دغه درست ټاټوبی د ازادۍ لپاره د متحدو او دوستو ځواکونو او د نړیوالو عمومی افکارو د توجه د مرکز د ګرځیدو په ضرورت ټینګار وشو
ورځپاڼو لیکلي دي ،په دغه کانفرنس کې ګډونکوونکو چي بیګا پاي ته ورسید، په خپلې پایزې اعلامیې کې په دغه کانفرنس کې د اسلامی انقلاب د مشر ایت ا...خامنه ای د وینا په قدرونې سره ویلي دي ، د فلسطین د ولس اتحاد او د دغه ولس چې د طمع کار دښمن په وړاندې یې د دفاعی قدرت او غزې د تړانګې او د لبنان د جنوب په ازادۍ کې خپل رول لوبولی ، د مشروعو حقوقو د تحقق د یوازینۍ لارې په توګه د مقاومت د لارې په خپلولو ټینګار وشو.اعلامیه زیاتوی د فلسطین مظلوم ولس ته د مرستې رسولو لپاره د اسلامی امت او د ازادی غواړو ولسونو صفونه باید یو هیړی شی د او انتفاضه او د فلسطین د ولس مقاومت په تیره بیا اوسنۍ قیام د صهیونسټ رژیم له نیواکګرۍ سره د مقابلې یوازینۍ ګټه وره لاره ده .
ګډونکوونکو همداراز له بحره تر نهره پورې د تاریخی فلسطین د ټاټوبی د وحدت په ساتنې، د صهیونسټ رژیم د اویاوو کلونو د نیواکګرۍ دختمولو لپاره د هڅو په دوام او د قدس په مرکزیت د فلسطینی حکومت په جوړولو ټینګار کړی دی .
ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دي ، د فلسطین د نړیوال کانفرنس په وروستۍ بیانیې کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې په صهیونسټ رژیم د دباؤ په اچولو سره د دغه رژیم غیر انسانی عملونه په تیره بیا دغزې محاصره ختمه کړی.
د فلسطین د انتفاضې د ملاتړ شپږم نړیوال کانفرنس چې له بل پرونه داسلامی انقلاب دمعظم لارښودحضرت ایت ا....العظمی سیدعلی خامنه ای، د ایران د درې ګوڼو قواوو دمشرانو او د اسلامی نړۍ د کابو اوو سوو شخصیتونو په ګډون «له فلسطینه په ملاتړ کې ټول یو ځای» په شعار سره په تهران کې جوړ شوی و بیګاپای ته ورسیده .
= جمهوری اسلامی ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ لیکلي دي ، دبخښنې نړیوالې ادارې پخپل کلني راپور کې د نورو دشیطان بریښولو دسیاست په باب خبرداری ورکړی او ویلی ئې دي ، دامریکاد ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دترکیې دو لسمشر رجب طیب اردوغان په څير دمشرانو کړچارونه په نړۍ کې دبشری حقوقو دضائع کیدا لامل کیږي . په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی ، دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ او دنړۍ دځينو نورو مشرانو ددرز اچونکو اوتفرقه پيلونکو سیاستونو په باب چې ځيني ولسي ډلې دشیطان بریښولو کې له ورته کړن لارو استفاده کوي سخت خبرداری ورکړی او ویلی ئې دي ، دغه سیات به هم دهیوادونو په داخل او هم په بهر کې خطرناکې پایلې ولري
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یوکیا آمانوله فائيننشل ټایمز ورځپاڼې سره په خصوصي مرکې کې ډاډ څرګند کړی چې امریکا به د جامعې ایټمي موافقې خلاف ورزي ونه کړي او هغه موافقه چې دامریکا ولسمشر ټرمپ تر دې دمه شوي یوه خورا بده موافقه بللې ، له هغه څه ډيره زیاته تل پاتې ده چې تمه ئې کیږي او باید ټول لوري ورته ژمن ووسي .
په یمن کې دملګرو ملتو دبشری حقوقو غږملونکي جیمي مک ګولډریک ویلی دي ، دیمن څه دپاسه یو میلیون خلک چې زیاتره پکې ماشومان اوښځې ترسترګو کیږي ، نور دخواړو دتامینولو توان نه لري او له سختې قخطۍ سره لاس اوګریوان دي نړیواله ټولنه باید په دې اړه جدي او سملاسی ګامونه پورته کړي .
په بحرین کې دولسی انقلاب په دوام کې دآل خلیفه رژیم په ضد دولسی پاڅون څپې په زیاتیدو دي او ویل کیږي چې له څو ورځو راهسې داسې کومه ورځ نشته چې دبحرین په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې ولسی اعتراضونه او مظاهرې ونشي ، داهم ویل شوي چې دپولیسو او انقلابي خلکو ترمینځ په اخ وډپ کې په لسګونو خلک ټپیان شوي او نیول شوي دي .
دسورئې پوځ په ادلب او دیرالزور ولایتونو کې دتکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو تکفیریان هلاک کړي او دهغوي په سترو وسلو سنبال ګاډي او نور تجهیزات ئې تباه کړي دي .
دعراق په نینوا او صلاح الدین ولایتونو کې هم د دغه هیواد پوځ او ولسی مبارز ځواک له داعشی تکفیریانو یو شمیر نور کلي او ښآرګي هم آزاد کړي او دغه راز ئې د موصل په لوديځي برخو کې پاکونکي عملیات سخت کړي او ویل کیږي چې داعشیان نور دپټيدو ځاي نه لري او یا تسلیم شي او یا هم هلاک شي .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دیمن پوځ او ولسی مبارزځواک د دغه هیواد د تعز په لویدیځ کې په المخا ښآر دوه توغندي ویشتي چې له امله ئې د سعودي عربستان د تیریګر ځواک دوه لوړپوړي قوماندانان او دغه راز د یمن دمستعفي او فراری مشر منصور هادي دپلوي ځواک یو لوړپوړی جرنیل سره دلسګونو مامورانو هلاک شوي دي .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر دفلسطین له انتفاضې دملاتړ دنړیوال کنفرانس په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل و دفلسطینیانو انتفاضه له څو ټاکنو کومه ټاکنه نه ده بلکې دتل پاتیکیدو لپاره دیوه ملت یوه شریفتمندانه ټاکنه ده .
دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرداري څلور ورځې وروسته ناکراري اوبلواګانې سویدڼ ته ورسیدې او خلکو دحکومتي شرکتونو او سترو مارکیټونو په لور ودنګل او ویل کیږي چې زیات شمیر سرکاري مارکیټونه او سترې زنځيره ای پلورنځایونه ئې لوټ کړي دي .
دپاکستان په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو ترهه ګرو په ضد دپوځ په پاکونکو عملیاتو کې شپږ ترهه ګرهلاک او دهغوي یو شمیر پټنځایونه تباه شوي دغه راز دپاکستان دپوځ آئي ایس پي آر پرون مازدیګر په یوې اعلامیې کې ویلی دي چې په درست هیواد کې به دتکفیری ترهه ګرو اوتالی څټو جنایتکارو په ضد د ردالفساد په نامه جدي پاکونکي عملیات پیل کړي
دغه راز په یوه بل راپور کې ویلی شوي دي ، چې امنیتي ځواک په کراچۍ کې په یولړعملیاتو کې د طالبانو ړنګې شوي ډلې شپږ خطرناک جنایتکار ان هم هلاک کړي او دغه راز ېئ یوشمیر نو رنیولي هم دي او دهغوي له پټنځایونو ئې هم یو شمیر وسلې ،تجهیزات، وسایل او چاودیدونکي توکي کشف اوضبط کړي دي .