افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې:
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176974-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو تاسو د افغانستان او د پاکستان د تیرۍ اونۍ د حالاتو په هکله جزیات لاندې لوستلی شئ
(last modified 2026-08-23T07:36:38+00:00 )
Aug 23, 2026 12:00 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې:

د تهران راډیو ګرانو لوستونکو تاسو د افغانستان او د پاکستان د تیرۍ اونۍ د حالاتو په هکله جزیات لاندې لوستلی شئ

د ایران د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  د څلویښتې د دستورو په مناسبت د انځورونو او د تصویرونو نندرتون د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې ترسره شو.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلایار «سید روح الله حسیني» د دغه نندرتون د ترسره کیدا په څنګ کښې د تاریخي پیښو په ثبتولو او تل پاتې کیدا کښې د هنر او د رسنیو په رول باندې ټینګار سره وویل:هر تصویر یو تاریخي سند کیدلای شي او د هر تصویر شاته د ژوند، د احساس، د یوزړه توب، د کړاو، د مقاومت او د خلکو د شتون یو روایت پټ دی.

سید روح الله حسیني زیاته کړه: د شهید رهبر د خاورو ته د سپارلو څلویښت ورځې باید د یوه مراسمو د ختمیدا ټکی ونه ووسي، بلکې د دغه تاریخي پیښې د علتونو، د زمینو او اړخونو په لا ژور ډول غور کول دي.

حسیني د ایران د شهید مشر د جنازې په  مراسمو کښې د خلکو پراخ شتون ته په اشارې سره دغه ګډون د ایران له اسلامي انقلاب او د هغه له ارزښتونو سره د خلکو د ژور پیوند نښه وبلله او ویې ویل:د داسې یوه مشر شهادت چې د ګواښونو په مقابل کښې یې مقاومت وکړ او له خلکو لیرې نشو، یوځل بیا د مقاومت، د عزت او د دریدا په شان مفاهیم نندرې ته وړاندې کړل.

د انځورونو په دغه نندرتون کښې چې د یوشمیر ځوانانو، کلتوري شخصیتونو، د پوهنتون د استادانو، شاعرانو او د کلتوري فعالانو په ګډون سره ترسره شو، د ایران د شهید مشر د جنازې په دستورو کښې د خلکو د ګډون او د جنازې د مراسمو په ارتباط د عسکونو ټولګه نندرې ته وړاندې کړه.

د افغانستان د فراه والي «ملا محمد حافظ مجاهد» د ایران د خراسان جنوبي ولایت له والي «سید محمد رضا هاشمي» سره په کتنه کښې د دوو ولایتونو ترمینځ د تجارتي مشکلاتو د حل کولو او د ګډو ملګرتیاو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کښې د افغانستان او د ایران ترمینځ د «بندر شیخ ابو نصر فراهي» د لارې د پاتې برخې بشپړول یوه اصلي موضوع وه.

د افغانستان د فراه والي د دغه لارې بشپړیدل د ایران او د افغانستان ترمینځ د اقتصادي، تجارتي او د ټرانزیټي اړیکو په پیاوړي کولو کښې مهم ګام وباله.

د ایران د خراسان جنوبي والي سید محمد رضا هاشمي هم دغه لاره له اقتصادي او سرحدي نظره مهمه وبلله او ویې ویل:ایران تیر کال د دغه لارې په وسیله افغانستان ته د یومیلیارډ او اته سوه پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي وو.

بندر شیخ ابو نصر فراهي د افغانستان په فراه ولایت کښې د ایران او د افغانستان ترمینځ یوه مهمه سرحدي لاره ده او دغه بندر ته د تلونکي لارې بشپړه کیدل کولای شي د دواړو هیوادونو ترمینځ په  تګ راتګ کښې د اسانتیا د رامینځته کیدا، د ټرانزیټي لګښتونو د کمیدا، او د تجارتي مبادلاتو په زیاتولو کښې رول ولري.

د افغانستان د شیعه علماو  شورا په یوې بیانیې کښې د کابل په لویدیځ کښې د زده کړې په یوه مرکز باندې د برید د غندلو په ترڅ کښې د هیواد د سرپرست حکومت له امنیتي چارواکو وغوښتل چې امنیتي تدبیرونه او ښوونځیو، زده کونکو او د زده کړې مرکزونو ته پام زیات کړي.

د افغانستان د شیعه علماو شورا په دغه خبر پاڼه کښې د دا ډول پیښو د تکرار په احتمال باندې د اندیښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړ دغه پیښې کولای شي په پلازمینې کابل او په تیره بیا په هستوګنه سیمو او د زده کړې په مرکزونو کښې د ناامنۍ او د حملو د نوې څپې د رامینځته کیدا په هکله اندیښنې زیاتې کړي.

د کابل پولیسو وویل:د کابل په لویدیځ کښې په «مهدیه» ښارګي کښې په «شمع هدایت» نومې ښوونځي کښې د یوه لاسي بم چاودنه شوې او لسګونو کسان پکښې ژوبل شوي وو.

د کابل پولیسو زیاته کړه:امنیتي ټیمونه د پیښې ځاې ته ورغلي وو او د دغه چاودنې د څرنګوالي په هکله غور پیل شوی دی.

له تیرو کلونو راهسې د کابل د لویدیځ په هستوګنه سیمو او د زده کړې د مرکزونو پرضد بریدونه په هغو پیښو کښې شامل دي چې د افغانستان د پلازمینې کابل په دغه برخه کښې د زده کونکو او د ښاریزو د امنیت  په اړه یوشمیر اندیښنې رامینځته کړې دي.

تراوسه هیڅ ډلې د کابل پیښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

طالبانو تیره اونۍ ویلي وو د داعش ترهګرې ډلې چې معمولا دا ډول چاودنې کوي ټول مرکزونه یې له مینځه وړي دي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوې بیانیې کښې وویل چې د کابل په« دشت برچي» سیمه کښې د زده کړې په یوه مرکز کښې د بم چاودنې له کبله کابو دوه څلویښت ماشومان ژوبل شوي وو.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر «امیر خان متقي» د افغانستان د خپلواکۍ د یوسل اویایمې کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې وویل د سیمې هیوادونه اوس پوه شوي دي طالبان هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي په  سیمه کښې د پردیو هیوادونو هدفونه اجرا کړي.
متقي په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د بې اعتمادۍ د رامینځته کولو لپاره هڅو ته په اشارې سره وویل د افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو امنیت له یوبل سره تړلی دی او د سیمې هیوادونه باید دغه حقیقت درک کړي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي ټینګار وکړ هر هیواد چې د افغانستان له حکومت سره مثبت تعامل ولري، نو له دغه کړچار څخه یې ګټه پورته کړې ده خو هغه هیوادونه د طالبانو له حکومت سره یې مثبت تعامل نه دی لرلی تاوان یې کړی دی.

په کرهڼې او صنعتي برخو کښې د ملګرتیا د پراختیا او د ګډو پانګونو د زیاتولو او د اقتصادي ملګرتیاو د پراخولو په چورلیزتوب سره د افغانستان او د بیلاروس د اقتصادي او د تجارتي ګډ کمیسیون دوهمه غونډه د بیلاروس هیواد په پلازمینې منسک ښار کښې ترسره شوه.

دغه غونډه د افغانستان د کرهڼې، د اوبه خور او د څارویو د پالنې  د وزیر «عطا الله عمري» او د بیلاروس د کرهڼې او د خوړو د وزیر «یوري ګورلوف» په مشرۍ وشوه.

په دغه غونډې کښې دواړو لورو د اقتصادي او د تجارتي ملګرتیاو د پراختیا، د کرهڼې او د څارویو د ساتلو په برخه کښې د اړیکو د پراختیا، د نویو ټیکنالوژیو د انتقالولو، د کرهنې د ماشین الاتو د واردولو او په افغانستان کښې د دغو ماشین الاتو د مونتاژ او بسته بندۍ لپاره د زمینې د رامینځته کولو په هکله خبرې وکړې.

د کیمیاوي سرو تولیدول، د لبنیاتو یعني د شیندو او ماستو او د خوراکي موادو جوړول او د صنعتي ماشین الاتو تولیدول د افغانستان او د بیلاروس د اقتصادي او د تجارتي ګډ کمیسیون په غونډه کښې د بحث وړ نورې موضوع ګانې وې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي» د پاکستان د پوځ له قومندان «فیلډ مارشل عاصم منیر» سره ټیلي فوني خبرې وکړې.

دواړو لورو په دغه ټیلي فوني تماس کښې د سیمې په وروستیو بدلونو او د اوسني حالت په بیلابیلو اړخونو باندې د غور کولو په ترڅ کښې د سیاسي او د ډيپلوماټیکو لارو چارو د پرمخ بیولو او د ملګرتیاو او د سلامشورو د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو او د وروستیو ډيپلوماټیکو بهیرونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

پاکستان د کشمیر په اړه په هندوستان کښې د امریکا د سفیر په وروستیو څرګندونو باندې اعتراض کښې په اسلام اباد کښې د امریکا د سفارت شارډز افیر احضار کړ او د دغو څرګندونو د غندلو په ترڅ کښې یې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د کشمیر د شخړې د حل کولو پرضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:په اسلام اباد کښې د امریکا شارډز افیر «نتالي بیکر» د پاکستان خارجه وزارت ته احضار کړی شوی او د کشمیر د شخړې په هکله  په نوي ډیلي کښې د امریکا د سفیر «سرجیو ګور» د ناسمو څرګندونو په هکله د اسلام اباد سخت اعتراض هغه ته انتقال شو.

پاکستان د هندوستان د خاورې د یوې برخې په توګه د جمو او کشمیر سیمې بلل په کلکه وغندل او هغه یې په پریکنده توګه رد کړل.

د کشمیر موضوع تل د هندوستان او د پاکستان ترمینځ یوه  تر ټولو اصلي شخړه ګڼل کیږي.

د پاکستان حکومت له خپل ختیځ ګاونډي هندوستان سره د خبرو اترو د ترسره کولو او د خپل مینځه اختلافاتو د حل کولو لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار لري د کشمیر له موضوع بغیر به هیڅ ډول خبرې په رسمیت ونه پيژندي او د کشمیر موضوع حتما باید د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د خبرو  اترو د یوه اصلي چورلیز برخه ووسي.

د «تحریک تحفظ ایین» په نوم د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي  ګوندونو د ائتلاف مشر «محمود خان اچکزي» د ایران په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې ډیرې خطرناکې وبللې.

اچکزي د امریکا د ولسمشر ټرامپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د امریکا ولسمشر ټرامپ په صراحت سره ویلي دي هغو هیوادونو ته به چې له ایران سره له اقتصادي اړیکو ګټه پورته کړي د دغه ملګرتیا د دوام اجازه ورنکړي او هغوې به د ایران د بایکاټونو په شان له ورته بندیزونو سره مخامخ کړي.

اچکزي ټینګار وکړ پاکستان باید د یوه هیواد او د ملت په توګه د دا ډول دریځ په هکله خپل دریځ مشخص کړي او پارلمان هم د سیمې د بدلونونو په اړه خبر کړي.

د پاکستان چارواکو وویل ناپیژاندو کسانو د بلوچستان صوبې «جیکب اباد» سیمې ته نږدې د اورګاډي په لاره کښې په بم کیښودلو سره  د اورګاډي د پټلۍ یوه برخه تباه کړه؛ دغه چاودنه د «جعفر ایکسپریس» په نوم د یوه اورګاډي له رسیدا لږ شان مخکې وشوه.

دغه حمله په داسې شرایطو کښې شوې ده چې په تیرو څو کلونو کښې په «جعفر ایکسپریس» اورګاډي په ځلونو حملې شوي دي.

په تیرو دریو کلونو کښې د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د اورګاډو او د اورګاډو د بیخ بنایانو پرضد کابو اتلس حملې شوې دي.

د پاکستان سترې محکمې سپریم کورټ له اډیاله زندان څخه په اسلام اباد کښې شفا نړیوال روغتون ته د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان  د منتقلیدا حکم ورکړی و.

د سترې محکمې د حکم  پراساس عمران خان باید د درملنې او د طبي معاینې لپاره شفا روغتون ته انتقال شي چې د محکمې د راتلونکي غونډې ترسره کیدل هلته تر طبي څارنې لاندې وشي.

د قاضي« شاهد وحید» په مشرۍ د پاکستان د سترې محکمې درې  کسیزه پلاوي د عمران خان د درملني حالت ته  په  اړونده دوسیې او له عمران خان سره په کتنې باندې په اعمال شویو محدودیتونو باندې د غور کولو په وخت د درملنې او د غور لپاره د یوه طبي پلاوي د جوړولو حکم هم ورکړ.

کابو درې کاله کیږي چې عمران خان په زندان کښې دی او هغه له مالي فساد سره د اړونده دوسیو په شمول په څو دوسیو کښې محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان پرضد لګیدلي تورونه رد کړي دي او دغه دوسیې سیاسي انګیزه لرونکې ګني.