دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i41986-دتهران_او_کابل_چاپ_ځينو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينوورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2017 12:49 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينوورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

دتهران   درستو ورځپاڼو   دپاکستان   په اسلام اباد کې د  اکو موسسې په  سرمشریزې کې دګډون لپاره د   اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحاني سفر ته ډير انعکاس ورکړی دی  او لیکلي ئې  دي  داسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني  پرون  دسستان اوبلوچستان  ولایت له مرکز  زاهدانه  اسلام اباد ته له روانیدو مخکې  په یولړ څرګندونو کې روښآنه کړې    دسیمې له هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو سره ښې اړیکې  دایران د اسلامی  جمهوریت لپاره ډير اهمیّت لري . 

 ورځپاڼو په دوام کې لیکلي دي ،  دایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  همداراز د اکو زیاتره غړي هیوادونه د اسلامی ایران ګاونډیان دي او خپل مینځنیو اړیکو پیاوړتیا دسیمې دراتلونکي لپاره هم ډير اهمیّت لري .

 ډآکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې   دایران ترقي  له نورو هیوادونو په تیره بیا  له ګاونډیو هیوادونو سره  ملګرتیا ته اړتیا لري ، زیاته کړې ،  داکو غونډې په څنډې کې  به   دګډون کونکو  هیوادونو ځينو مشرانو سره  دوه اړخیز لیده کاته هم وکړي .  هغه زیاته کړي  نن سبا دسیمې شرائط ډير حساس دی  او په وروستیو کلونو کې  د ترهه ګرۍ  پشمول   له یولړ مشکلاتو سره  لاس اوګریوان  دي ، نو ځکه   په دغې غوندې کې  به  پر اقتصادي ملګرتیاؤ سربیره ،  سیمه ایزې او امنیتي موضوعګانې  هم  د  اکو  موسسې له مشرانو سره  وسپړل شي  .  

 ورځپاڼو  په دوام  کې لیکلي دي ،   ډاکټر روحاني  اسلام اباد ته  له روانیدو مخکې   پخپلو خبرو کې وویل  تر څو پورې چې په سیمې کې  دترهه ګرۍ او افراط پالنې په ضد  هراړخیزه مبارزه او دسیمې دهیوادونو  غږملتیاوې  پیاوړي  نشي او د ترهه ګرۍ په ضد په مبارزې کې دسیمې دهیوادونو  یوه خولتوب  نه وي ،  د سیمه ایزو   ملګرتیاؤ او  او دنورو  سیمه ایزو اونړیوالو  کنفرانسونو ترسره کیدا به دخوښې وړ  نتیجې ورنکړي .

 ورځپاڼو په دوام کې لیکلي دي ،   اکو موسسې سرمشریزه په داسې  حال کې  ترسره کیږي چې دسیمې هیوادونه په تیره بیا  افغانستان او پاکستان   دترهه ګرۍ اوافراط پالنې  له بلا سره   لاس اوګریوان دي او  داسې کومه ورځ نشته چې  په دغو هیوادونو  کې په لسګونو  خلکو وینه توي نشي او داسې کومه ورځ نشته چې  تر هه ګر پخپلو  سپيرو فعالیتونو کې  سپین سترګي نشي ، نو په داسې  حالاتو کې دسیمې  هیوادونو په تیره بیا ګاونډیو هیوادونو ته پکار ده چې  دترهه ګرۍ   او افراط پالنې په ضد په مبارزې کې سره یوه خوله شي او غ ږملتیاوې دې  نوره زیاتې کړي .  که داسې  نه وي نو  هیڅکله به  هم دترقۍ اواقتصادي روڼتیا  مخ ونه ویني .

=  جمهوری اسلامی ورځپاڼې  پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلي دي ،  د ایران داسلامی جمهوریت  د وسله وال پوځ دسمندري ځواک  دولایت ۹۵په نامه ستره درې ورځنۍ  سمندري مانوره پرون په داسې حال کې  پاي ته ورسیده چې   په دغې وروستۍ ورځې د  ماډرنو  او نوو پوځي تجهیزاتو پر آزموینو سربیره د  و الفجر په نامې سره  اژدر یا توغندی  د سمندر له  لاندې یعني  له غدیر اوبتله  دفرضي هدف په لور  وتوغول شو او   په  خپل ټاکلي وخت او  په  ټاکلي  نښې  ولګید  .

 دعراق په نینوا او صلاح الدین ولایت کې  دعراق پوځ او  و لسی مبارز ځواک  په یولړ پاکونکو عملیاتو کې  دداعشیانو له سپيرو منګولو  یو شمیر سیمې پاکې کړي او دغه راز ئې  په دغو عملیاتو کې  په لسګونو ترهه ګر هلاک او دهغوي په سترو وسلو سنبال  په لسګونو ګاډي تباه کړي دي

 د سورئې  پوځ  دحلب او دیرالزور  ولایتونو کې  د داعشیانو اونورو ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  له ترهه ګرو یو شمیر  کلي آزاد کړي او دغه راز ئې  په  عملیاتو کې  په لسګونو  ترهه ګرهلاک کړي او  یوشمیر ئې نیولي هم دي .

 دبحرین  انقلابی ولس  د خپلو مبارزو  مشرانو په ملاتړ کې یو ځل بیا  په بیلابیلو  ښارونو اوښارګیو کې  مظاهرې اواعتراضونه کړي او هوډ ئې کړی چې   تر وروستۍ سلګۍ پورې به   دخپلو مبارزو مشرانو له ملاتړ او دغه راز دخپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو پورې غلي کې نه ني .

 د افغانستان په بیلابیلو سیمو  کې د حکومتی اوبهرنیو عسکرو په ضد  دوسله والو ومخالفانو   حملې او بمي چاودنې هماغه راز دوام لري ، داپه اسې حال کې دي چې  دننګرهار  او کنړ ولایتونوپه  بیلابیلو سیمو  کې  د افغانستان ملی اردو اوامنیتي ځواک   هم د داعشیانو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې   کابو ۲۴ داعشیان هلاک او دهغوي  یو شمیر پټنځایونه هم تباه کړي دي .

 دپاکستان په   کراچۍ کې ښار کې ټارګټ کیلینګ بیا سر راپورته کړی او ویل کیږي چې پرون  هم په دغه شان  پيښو کې یو شمیر عام کسان مړه اوټپیان شوي دي .

 دپاکستان په پنجاب صوبې کې د حکومت  په غږملتیا سره دپوځ  دردالفساد نومې  پاکونکو عملیاتو   په دوام کې په ګوجرانواله کې  ۳۴   کسان چې  ځيني ترهه ګرهم  پکې شامل  دي  نیول شوي او دهغوي له پټنځایونو  یوشمیر وسلې ،نقشې  او  تجهیزات هم ترګوتو شوي دي .  

دغې ورځپاڼې همداراز  دداعشي ترهه ګرو په باب د اسلامی ایران دپخواني خارجه وزیر او د اسلامی مذهبونو د نږدې کولو دټولنې دنړیوالو چارو د مرستیال منوچهر متکی په روسیتو  څرګندونو هم یوه مقابله لیکلي چې هغه ویلی دي ،  داعش ترهګر بهیر د امریکا او داسرائیلو پروژه ده چې دسیمې دعربو هیوادونو په ډالرو سره عملیاتی شوې ده  .

هغه  ویلي داعش ترټولو خطرناکه ، ترټولو پیچلی او ترټولو اغیز شیندونکی دسیسه وه چې اوه دیرش(۳۷) کاله مخکې  دایران داسلامی انقلاب د اسلامی ویښتیا له څپې سره د مقابلې لپاره پلان او اجرا شوی ده  .

منوچهر متکی دې ته په اشارې سره چې داعش ترهګره ډله داسلامی دنیا پرضد یو  پلان وو ډاګینه کړه داعش ټروریسټی ډلې دمسلمانانو په وحدت ګوزار وکړ او ددغه ډلې هدف دځوانانو د انرژۍ له مینځه وړل ، د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ داختلاف رامینځته کول او د اسلام د ویرونکی انځور او تصویر وړاندې کول دی .

داسلامی مذهبونو دنږدې کولو دټولنې د نړیوالو چارو مرستیال منوچهر متکی  ویلي دښمن اوس له  ترټولو پرمختللیو وسلو او امکاناتو او د میلیارډونو ډالرو له  لګولو  او پرله پسې هڅې وروسته مجبوره دی دا خبره ومنی چې دسورې او عراق شخړې پوځی حل لاره نلری او دا ددښمن د ټولو نظریو ماتی ده چې له تیرو شپږو (۶) کلونو راهسې یې د ایران داسلامی انقلاب د کمزوری کولو لپاره پلان کړی وې .

= د تهران کیهان ورځپاڼه  هم ګورو .

دایران ولسمشر حسن روحاني  داقتصادي ملګرتیا موسسې ایکو دمشرانو په غونډې کښې دګډون لپاره اسلام اباد ته تللی .

پاکستان ته دایران د ولسمشر سفر ددواړو هیوادونو داړیکو دتودیدا ښودنه کوي .

دایران ولسمشر حسن روحاني سیستان وبلوچستان ولایت په سفر کښې د ګازو  پروژه پرانیستله .

القاعده ډلې او تکفیري مفتیانو د سپینو خولۍ په نوم فیلم ته چې جبهه النصره ترهګرې ډلې ته اړونده یوې ډلې جوړ کړی دی داسکار جایزې په ورکولوخوښي څرګنده کړه .

دیمن خارجه وزیر وویل دسعودي عربستان جنګي الوتکو په تیره یوه میاشت کښې دیمن سواحلو ته دنږدې کیدا جرات نه دی لرلی .

دایران اسلامي شورا دوسله والو ځواکونو د دفاعي بنسټ دپیاوړتیا لپاره ۱۵۰۰ میلیارډه ډالره بیل کړل .

ایران دغدیر له اوبتل څخه ترټولو نوي ټورپیډو وزمویل .

=  اوس هم راگرځو دکابل چاپ ځينو  ورځپاڼو ته چې له  انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو

(البته باید ووایو چې دغه لیکنې  د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې پر پاکستان د نړیوال اقتصادي بندیزونو او د جګړې پر ګټو او زیانونو تمرکز کړی.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې له ترهګرو د ملاتړ  له امله پر پاکستان نړیوال اقتصادي بندیزونه لګول کېږي.

په مطلب کې د مالي اقداماتو د سازمان په حواله راغلي، که پاکستان په راتلونکو درو میاشتو کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات ونه کړ، د نړیوالې بانکدارۍ له شبکې به ویستل شي.دې ورځپاڼې په یوه بل جلا مطلب کې ویلي چې د پاکستان سند صوبی کې د افغان کډوالو د نیولو امر شوی.

دنیا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي چې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر پر  پاکستان پراخ نړیوال بندیزونه لګول کېږي.

د مطلب لیکوال ویلي چې له ترورېزمه د پاکستان د ملاتړ له امله پردې هېواد فشارونه مخ په زیاتیدو دي.په مطلب کې راغلي چې د مالي اقدام نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د جماعت الدعوه، جیش محمد او نورو سخت دریځو ډلو د تمویل لارې بندې او پرضد یې اقدام وکړي.

انیس دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې افغانستان کې د ترهګرۍ  پر خلاف د جګړې ډېره ګټه پاکستان ته رسېدلې.

په مطلب کې ویل شوي چې پاکستان له ترورېزم سره د جګړې په پلمه له نړیوالو په تیره له امریکا څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړي خو نه یوازې د دې پدیدې پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی بلکې اصلي ملاتړی یې هم دی.د مطلب د لیکوال په باور د ترورېزم قرباني افغانان دي اما ګټه یې پاکستان اخلي، خو لیکوال وایي چې له دې وروسته باید پاکستان ته د دوه مخي سیاست د پرمخ بوولو چانس ورنه کړل شي.

او ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې جګړه، چا ته کاروبار او چا ته  مصیبت.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د ولسمشر غني دغه خبره سل په سلو کې رښتیا ده چې د طالبانو مشران ښه آرامه دي او په لوړه سویه ژوند لري.خو سرمقاله لیکونکی وایي چې یوازې طالب مشران په مزو کې نه دي بلکې د بېلا بېلو اړخونو مشران ټول په مزو او چړچو کې دي او ډېرو مشرانو ته جګړه د ګټې او کار و بار حیثیت لري.