دحضرت فاطمةالزهراسلام ا...علیهاد شهادت په مناسبت تسلیت وایو
زمونږخبریال راپورراکړ داسلام دګران پیغمبر د لور او داسلام دلوئې میرمنې حضرت فاطمةالزهرا دشهادت دشپې مراسم بیګا داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په شتون سره په امام خمیني امامباړې کې ترسره شول .
په دغو دستورو کې چې دبیلابیلو پرګنو کابو زرګونو کسانو شتون درلود، ویناوالو د اسلام دګران پیغمبر او درستو اهل بیت علیهم السلام سیرت او عظمت دخداوندمتعال درحمت مظهر وباله او وې ویل چې آئمه معصومین علیهم السلام دالهي رحمت ستره خزانه ده او له دغې نوراني سرچینې سره له رابطې پرته وده اولارښونه نه ترلاسه کیږي .
راپورښئ دحضرت فاطمة الزهرا دشهادت دکلیزې په مناسبت په درستې نړۍ په تیره بیا په درست ایران کې دویر او ماتم دستورې جوړې شوي او وینا وال داهل بیت علیهم السلام او د دغې پاکې بی بی دعظمت او سیرت د بیانوي او مینه والو هم ترې خپل زړونه خړوبوي .
دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا.... علیها دشهادت دکلیزې په مناسبت دتهران ریډیو درست کارکونکي داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته تسلیّت وائي