په جنایتونو کې له صهیونییټي رژيمه د انګلستان او فرانسې ملاتړعمدا دی
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال کاظم غریبآبادي
پارس ټوډې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، له تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژیمه د انګلستان او فرانسې د دوامدار ملاتړ د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او دا ئې د دغه رژیم په جنایتونو کې قصدي ګډون وباله.
د پارستودي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ولیکل: له سلو څخه ډېرو پخوانیو انګریز او فرانسوي ډیپلوماټانو خپلو حکومتونو ته خبرداری ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم سیاست د «قومي تصفیې» او «د فلسطین د له مینځه وړلو» پر لور روان دی
هغه زیاته کړه: دوی له لندن او پاریس څخه غوښتي چې د وسلو د لېږد د درولو، له صهیونیسټي مېشت ښارګوټو سره د سوداګرۍ د بندولو او د هیګ د محکمو د پرېکړو د عملي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
غریبآبادي ټینګار وکړ: لندن او پاریس باید د دغه وضعیت تر شا د «اندېښنې څرګندولو» په کلمو کې ځانونه پټ نه کړي؛ د وسلو د لېږلو دوام او له دغه رژیم څخه هر ډول ملاتړ، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ترسره کولو کې د همکارۍ او ګډون لپاره یو قصدي انتخاب دی.