دجرمني دحکومت اقدامات د نازیانویاد تازه کوي .
روئيټرز خبری آژانس راپورورکړ د نازیانو په روده د جرمني داوسني حکومت دچلند دورته والي په باب دترکیې د ولسمشر په وروستیو څرګندونو دجرمني دصدراعظمې له سختو نیوکووروسته د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو پرون مازدیګر دجرمنی له خار جه وزیر سره له کتنې وروسته ویلی دي ، ترکیه د جرمني اوسنی حکومت نازی نه ګڼي ،خو اقدامات ئې دهغوي دیادونې ښودنه کوي .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دتیرې یکشنبې په ورځې دجرمني حکومت دفاشیسټي چلندونو لرونکی حکومت بللی ؤ او ویلی ئې وو چې مونږ فکر کاوه په جرمني کې نازي دور ختم شوی دی خو داسې ښکاري چې هغه دور اوس هم روان دی .
په ترکیې جې دجرمني دخبریال په نیونې پسې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلي شوي او دجرمني چارواکو د دغه هیواد په ګاګناؤ ښار کې په جرمني کې له دیره ترکانو سره دترکیې د عدلې د وزیر دغونډې په لغوه کولو سره د انقرې د چارواکو غوسه همراپاریدلې ده .
په جرمني کې د دیره ترکانو غونډو جوړول په جرمني کې د دیره د کابو یو نیم میلیون ترکیه والو د ملاتړ جلبول په روان اپریل میاشت کې د هغې ټول پوښتنې په باب دي چې دترکیې دولسمشر اختیاراتو دزیاتولو لپاره ترسره کیږي .