د ترکیې او هالېنډ وزیراعظمانو ټیلفونی خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i42824-د_ترکیې_او_هالېنډ_وزیراعظمانو_ټیلفونی_خبرې_اترې_وکړې
د ترکیې او هالېنډ وزیراعظمانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې د تریجنې فضاء د ختمولو په ضرورت تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2017 18:27 Asia/Kabul
  • د ترکیې او هالېنډ وزیراعظمانو ټیلفونی خبرې اترې وکړې

د ترکیې او هالېنډ وزیراعظمانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې د تریجنې فضاء د ختمولو په ضرورت تاکید وکړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د هالېنډ وزیراعظم مارک روټه نن د ترکیې له وزیراعظم بین علی ییلدیریم سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو په تعلقاتو په رامنځته شویو واقعاتو باندې د افسوس څرګندونه وکړه.

د هالېنډ حکومت تېره ورځ په دغه هېواد کښې د ترکیې د خارجه  وزیر مولود چاووش اوغلو د الوتکې د کوزېدو اجازه لیک لغو کړ او د هالېنډ پولیسو هم په روټرډام کښې د ترکیې کنسولګرۍ ته د ترکیې د حکومت د کورنۍ د وزیر د ننوتلو مخه ونیوه.

مولود چاووش اوغلو غوښتل د اساسی قانونو د اصلاح د رېفرېنډم په اړه د عدالت او پراختیا د ګوند د پلویانو په تبلیغاتی غونډه کښې د ګډون لپاره هالېنډ ته سفر وکړی.

ترکیې نن هالېنډ ته خبردارے ورکړ چې دغه اقدامات به په ډېر سخت شکل کښې تلافی کړی.