دتهران ځيني نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې هم دتهران ورّځّپاڼې درسره شریکې کوو نو ترپایه راسره مله ووسئ .
دتهران ورځپاڼو په سر کې داهم کیهان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ، دامریکا دپنسیلوینیا ایالت کې دچسټر پوهنتون متقاعد پروفیسر لارنس ډیویډسن په یوې خصوصي مرکې کې په لویدیځي آسیا کې د بلواؤ او بدنظمیو دعلتونو په باب یولړڅرګندونې کړي او وئيلي ئې دي ، که څه هم چې په وروستیو کلونو کې ناکراري په لویدیځي آسیا سیمې کې د داعش بلا په شتون سره ډيره پراخه شوې ده ، خو له دې سره په یو وخت د دغې وضعې په ضد د مقاومت دکرښئې اغیز شیندنې او دایران داسلامی جمهوریت نرم قدرت پرمختګ او پراختیا په حال کې دی او دغه راز له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په ډګر کې په لومړنۍ کرښې کې کلک دریدلی دی .
دترکیې د حکومت یوه مخالف مشر فتح ا... ګولن د عراق دکردمیشته سیمې کردستان مشر مسعود بارزاني ته دیوه لیک په استولو سره هغه دترکیې په ولسمشر رجب طیب اردوغان له اعتماد کولو منه کړی او وئيلي ئې دي ، رجب طیب اردوغان دخپلو شخصي اودیکتاتوري نظام دګټو په خاطر خپلو خورا ډيرو نزدو ملګرو سره هم خیانت کوي .
دایران د دریا صنعت دپيټروکیمیکل پراختیا شرکت عمومی مدیر عبدالحمید نادریان په یولړ څرګندونو کې وویل ، دجامعې ایټمي موافقې له اجرا وروسته له بهرنیانو سره د تفاهم نامې له کولو راهسې تراوسه پورې یوازې یو تفاهم لیک اجرائي شوی دی .
دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یولړ څرګندونو کې دیمن په جنګ کې دګډون لپاره عربستان ته د دغه هیواد دپوځيانو له لیږدولو سره اړونده خبرونه دروغ وبلل .
دانګلستان اینډيپينډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلی دي ، داروپا لوئې څارنوالۍ د اروپائي اتحادئې په غړو هیوادونو کې د کار په ځایونو کې دحجاب یا سکارف دپوښښ دمنع کولو لپاره دسه شنبې ورځې فیصله ، له اسلامه دویرولو دبهیر دقانوني کولو دپيلولو په عنوان سره بدل کړی دی . دغې ورځپاڼې لیکلي دي ، تاریخ ښئ دغه بهیر به ښه اوغوره پاي ونه لري او مسلمانې میرمنې به څنډې ته وکاږي ،اروپا به نور اسلام او مسلمانانو ته هر کله راشه ونه وائي ، که دغه موضوع د ډيرو اروپایانو لپاره څرګنده نه وي نو له دې وروسته به چې اروپائي قاضیانو دا په یوه قانون بدله کړې ، په دغو هیوادونو کې وضعیَت نوره هم ترینګلی کړي .
دسورئې په دمشق کې په پرونیودوو جلاجلا ځان مرګي حملو کې چې یوه د دغه هیواد دعدلیې وزارت په ودانۍ کې شوي ،کابو پنځه دیرش کسان وژل شوي او څه دپاسه اتیا نورټپیان شوي چې ویل کیږي ممکنه ده دمړو شمیر نوره هم زیات شي .
دامریکا رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یمن :ې دخپلو پوځي حملو دزیاتولو لپاره جنګ وزارت پنټاګان ته لازیات اختیارات ورکړی دي .
دملګرومتلو په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي ، دسورئې فوعه ،کفریا ،مضایا او الزبداني سیمو ته چې له ډيرو مودو راهسې داعشي تکفیریانو په بشپړ ډول کلابندکړي دي ، د دغې موسسې دانسان دوستۍ مرستو کاروان ورسیدلی دی . یوه عربی پوهنځي یوه نظر غوښتنه کړې چې ښئ له اسرائيلو سره د ځینو مرتجعو عربو هیوادونو له نزدیکیدو سره سره دعربی هیوادونو کابو نوي فی صدي خلک صهونیسټ رژيم دسیمې لپاره یو جدي ګواښ ګني .
د کویت له خاورې داستفادې لپاره ناټو ته دکویت دحکومت له خوا دشنې اشارې په ښودلو سره د دغه هیواد مشورتي شورا دناټو اود دغه هیواد دحکومت ترمینځ دلاس لیک شوي موافقې په تائيدولو سره دکویت له خاورې د دغې موسسې دځواک په آزادۍ سره دتیریدو لپاره هوکړه کړې ده . دغې ورځپاڼې همداراز لیکلی دي ، دعراق پوځ او ولسی مبارز ځواک دموصل په شاوخوا او دښآر په جنوبی اولودیځي برخو کې له تکفیری ترهه ګرو درستې سیمې پاکې کړي او نور د داعشیانو دفعالیتونو ټوله صحنې تړلي دي .
دافغانستان په ننګرهار کې د دملی اردو اوامنیتي ځواک په ګډو عملیاتو کې کابو ۲۹ داعشي ترهه ګر هلاک او دهغوي یو شمیر پټنځایونه هم تباه شوي دي .
دپاکستان په خیبر ایجنسۍ سیمې کې دترهه ګرو په ضد د دغه هیواد دپوځ په ردالفساد نومې پاکونکو عملیاتو کې د ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه تباه او دهغوي په لګسونو وګړي هم هلاک اوټپیان شوي او دغه کابو دولس وسله وال نیول شوي هم دي .
دغې ورځپاڼې همداراز سعودي عربستان ته دپاکستان د پوځيانو دلیږد د ردولو په باب د پاکستان د دفاع وزیر پر وروستیو څرګندونو یوه مقاله هم لیکلي ده . په مقابلې کې ویل شوي دي دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف سعودی عربستان ته د عسکرو د استولو دخبرونو په دروغ بللو سره وویل عربستان ته دپاکستان د پوځیانو داستول کیدا په اړه خبرونه بې اساسه دی
دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي پاکستان له سعودی عربستان سره له نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال راهسې تړون لری او ددغه تړون پراساس دپاکستان زر پوځیان په سعودی عربستان کښې شته .
هغه وویل داسې فیصله شوی وه چې پاکستان په یمن کښې لاسوهنه ونکړی او مونږ به دیمن په چارو کښې هیڅ لاسوهنه ونکړو او داسلامی هیوادونو ترمینځ د سولی او روغې جوړې د رول د لوبولولپاره تیار یوو .
خو ځيني راپورونه وایی چې پاکستان سعودی عربستان ته نور پوځیان استولی دی او دیمن او دعربستان په سرحدونو کښې یې دیره کړی هم دی .
= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ېئ لیکلي دي ، دلبنان دحزب ا.. ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... په یولړ څرګندونو کې ویلی دي که دحزب ا... غورځنګ مسئول نه وائ نو حتما به مو درس او تدریس ته دوام ورکاوه .
دشفافیّت نړیوالې موسسې(ټرانسپيرینسي انټرنیشنل) په یوې اوږدې اتلس میاشتنۍ ارزونې کې چې ښئ په آسیا اواوقیانوسیې کې ئې له هرو څلورو کسانو یوه کسه دعمومی بډو رشوتونو په باب کړي دي ، چې په سره کې پنځه غوره هیوادونه راغلي ،او په هغو کې برما ،پاکستان ، تائلینډ،ویتنام ،هندوستان شاملیږي .
دامریکا مشرانو جرګې د دغه هیواد پخوانی سناتور اوجمهوری پال ډن کوټس د امریکا دملی اطلاعاتو د شورا په مشرۍ منصوبیدا ته د باؤر رای ورکړې ده .
دامریکا دکانګرس داطلاعاتي کمیشن مشر ویلی دي داوباما دحکومت په وسیله د ډونالډ ټرمپ دخبرو اومکالمو دآوریدل کیدا په باب هیڅ مدرک نه لري .
دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوترس خبرداری ورکړی چې داعش ترهه ګره ډلې په سورئې کې دمریانو او وینځو دپيرپلور بازارونه جوړ کړي او نوروهیوادونو ته ئې هم د دغې سپيرې دندې دلیږد شنه اشاره ورکړې چې یوه خطرناکه او غیرانساني دنده ښکاریږي او باید نړیواله ټولنه ئې مخه ونیسي.
دغې ورځپاڼې همداراز په افغانستان کې دسعودي عربستان د وهابی تفکر د نفوذ او پراختیا په باب هم یوه مقاله لیکلي او ویلی ئې دي ، عربستان د افغانستان په ختیځ کې د وهابیت د پراختیا هلې ځلې کوی
په مقالې کې ویل شوي ،که څه هم د افغانستان ځینو عالمانو او د پارلیمان استازیو په افغانستان کې د وهابیت او افراط پالنې د دودلو لپاره په هلو ځلو اندیښنه څرګنده کړی ده ،خو داسې ښکاری په افغانستان کې دسعودي عربستان له خوا داسلامی پوهنتون په جوړولو سره په دغه پوهنتون کې په عربی ژبې له تدریس د عربستان هدف احتمالا له سعودی استادانو د استفادې په خاطر وی . چې غوره موخه ئې هم د دغه هیواد په محصیلینو کې دوهابیّت دتفکر دودول دي .
دغه مقاله زیاتوي عربستان هڅه کوی چی په ننګرهار پوهنتون کې درست دینی درسونه په عربی ژبه وړاندې شی .
ویل کیږي چې دافغانستان د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په ۱۵ کلومیټرۍ کې د عربستان لخوا د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د تش په نامه اسلامی پوهنتون د جوړولو کار هماغه راز په تیزی سره دوام لری .
دا هم ویل شوي چی د افغانستان د ملی پارلیمان استازیو او عالمانو په دغه ولایت کې د سعودی چارواکو د تش په نامه اسلامی پوهنتون د جوړولو په پایلو د اندیښنې په څرګندولو سره دا په افغانستان کې د فرقه پالنې ، افراط پالنې او وهابیت د دودولو لپاره مرکز ګڼي او وائي چې که د دغه شان مرکزونو دجوړیدا مخه ونه نیول شي نو له افغانستانه به هم دسورئې یا عراق او دنورو عربی هیوادونو په څير سیمې جوړې شي چې وهابی تفکر پکې په پراختیا دی .
داپه داسې حال دي چې له سلګونو کلونو راهسې په افغانستان کې دشیعه اوسني مسلمانانو ګډ ژوند دنورو هیوادونو لپاره مثالي ژوند ګڼل کیده ، خو له څو کلونو راهسې چې دسعوډي عربستان وهابی تفکر په سیمې کې نفوذ کړی او افراطي اوغړیدلي مذهبی مدرسې ئې په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې جوړې کړي ، نو دافغانانو ترمینځ ئې هم د تفرقې او درز تخم کرلی او که په دغه هیواد کې دسعودي عربستان دتش په نامه اسلامی پوّهنتون په څير دوهابیّت د مرکزونو دجوړیدا مخه ونه نیول شي نو ممکنه ده په راتلونکي کلونو کې خو به دافغانستان جنګ ځپلی هیواد دبهرنیو له نیواکه آزاد شي خو د وهابی تفکر دجرړو له مضبوتیدا وروسته به دغه هیواد هیڅکله هم دآرامښت او کراري مخ ونه ویني او دوینو بهیدا به هماغه راز پکې دوام ومومي .
= داهم ایران ورځپاڼه ده چې لیکلي ئې دي د امریکا ځینو رسنیو ایشوا کړې په ۲۰۰۵کال کې د د غه هیواد اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مالیاتو دورکولو په باب اړونده اورګانونو ته دبډې رشوتونو په ورکولو سره له مالیاتو ورکولو سرغړولی دی .
دقزاقستان په آستانې کې دسوریا والو ترمینځ د دریم پړاؤ خبرې اترې ترسره شوي دي او ویل کیږي چې په دغو خبرواتروکې دواړو لورو په ځينو موردونو سره یوخولوالی هم ښودلی دی . داپه داسې حال کې دي چې د دغو خبرو ترڅنګ دایران،روسیې اوترکیې د استازو ترمینځ هم درې اړخیزه ناسته شوې ده او د دغه هیواد د اساسی قانون په باب ئې هم سره خبرې اترې کړي دي . او ویل شوي چې دسورئې داساسی قانون کې دځينو بدلونونو په باب یوه کمیټې هم جوړه شوې چې په دې باب به سپارښتنې برابروي اوبیا به ئې دسوریاوالو ترمینځ په راتلونکو خبرواترو کې مطرح کوي چې ممکنه ده راتلونکي خبرې اترې برخلیک ټاکونکي شي .
دبحرین مبارز اوانقلابی ولس یو ځل بیا د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې دخپل مبارز مشرشیخ عیسی قاسم په ملاتړ کې مظاهرې اواعتراضونه کړي او کلک هوډ ئې کړی چې د خپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو اودخپلو مبارزو مشرانو ترخوشی کیدا پورې به غلي کې نه ني او خپلو سوله ایزو مبارزو او مظاهرو ته به دوام ورکړي .
دپاکستان سیاسی اوامنیتي حالات هماغه راز ترینګلي دي په داسې حال کې چې د دغه هیواد دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه ویلی دي ، دترهه ګرۍ اوترهه ګرو د جرړو و وچولو پورې به ردالفساد نومې پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړي . له بل پلوه په دغه هیواد کې سیاستوالانو هم مټې رانغړلي او ویل کیږي چې ممکنه ده په دغه هیواد کې وارمخکې انتخاباتو دترسره کیدا لپاره لاره هواره شي او د اوسني حکومت شپې ورځې تر څو میاشتو پورې هم دوام ونه کړي .