اردوغان په فارسۍ ژبه د نوروز مبارکی وویله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i43400-اردوغان_په_فارسۍ_ژبه_د_نوروز_مبارکی_وویله
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د نوروز د اختر او پسرلی په رارسېدو په فارسی ژپه مبارکی وویله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2017 01:44 Asia/Kabul
  • اردوغان په فارسۍ ژبه د نوروز مبارکی وویله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د نوروز د اختر او پسرلی په رارسېدو په فارسی ژپه مبارکی وویله

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې اردوغان په خپل پېغام کښې چې په ټوئیټر پاڼه کښې د فارسۍ په شمول په مختلفو ژبو خپور شو په خپل پېغام کښې وویل: «نوروز هغه ورځ ده چې په پراخه جغرافیا کښې د زمکې د بېدارۍ، د پسرلی د رارسېدو، ورورولۍ،دوستۍ او پېوستون سېمبول دے.))

وړمه  ورځ هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او وزیراعظم، بن علی ییلدیریم د دغه هېواد خلقو ته د نوروز مبارکی ویلې وه.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کښې په ترکیې کښې د نوروز د جشنونو مراسم له یو لړ بندیزونو سره مخامخ وو.

د نوروز جشنونه په ترکیې کښې د کردانو او ترکانو ترمېنځ زیات رواج لری

د نوروز اختر د نړۍ په دولسو هېوادونو کښې په رسمیت پېژندل کیږی او په نهو هېوادونو یعنې ایران، افغانستان، تاجېکستان، آذربایجان جمهوریت، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان او آلبانیه کښې د نوروز په ورځ په همدې  نوم سره عام تعطیل وی.