اردوغان په فارسۍ ژبه د نوروز مبارکی وویله
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د نوروز د اختر او پسرلی په رارسېدو په فارسی ژپه مبارکی وویله
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې اردوغان په خپل پېغام کښې چې په ټوئیټر پاڼه کښې د فارسۍ په شمول په مختلفو ژبو خپور شو په خپل پېغام کښې وویل: «نوروز هغه ورځ ده چې په پراخه جغرافیا کښې د زمکې د بېدارۍ، د پسرلی د رارسېدو، ورورولۍ،دوستۍ او پېوستون سېمبول دے.))
وړمه ورځ هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او وزیراعظم، بن علی ییلدیریم د دغه هېواد خلقو ته د نوروز مبارکی ویلې وه.
د یادونې ده چې په تېرو کلونو کښې په ترکیې کښې د نوروز د جشنونو مراسم له یو لړ بندیزونو سره مخامخ وو.
د نوروز جشنونه په ترکیې کښې د کردانو او ترکانو ترمېنځ زیات رواج لری
د نوروز اختر د نړۍ په دولسو هېوادونو کښې په رسمیت پېژندل کیږی او په نهو هېوادونو یعنې ایران، افغانستان، تاجېکستان، آذربایجان جمهوریت، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان او آلبانیه کښې د نوروز په ورځ په همدې نوم سره عام تعطیل وی.