د بریتانیا پارلیمان منحل شو
May 04, 2017 03:12 Asia/Kabul
له وخته مخکښې یعنې د جون په اتمه نیټه د انتخاباتو کولو لپاره د انګلستان د وزیراعظمې ټِریزا می له اعلان وروسته د دغه هیواد پارلیمان په رسمي ډول منحل شو.
که څه هم د بریتانیا د پارلیمان استازو له تیرې اونۍ څخه پارلیمان پریښی و خو د دغه ارګان د منحلیدو رسمي اعلان بیګا وشه.
د بریتانیا وزیراعظمې له وخته مخکښې د انتخاباتو د ترسره کولو یو هدف له اروپايي اتحادیې څخه د دغه هیواد د وتنې د خبرواترو د بهیر چټکتیا بللې وه.
د بریتانیا خلکو د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۳ نیټه په یوه ټول پوښتنه کښې له اروپايي اتحادیې د دغه هیواد وتلو ته راې ورکړې وه.
ټیګونه