جرمنی دجامعې ایټمی موافقې داجرا ملاتړ کوی
زمونږخبریال راپورراکړ دجرمنی مرستیال خارجه وزیر مارکوس ادر ویلی دی هیواد ئې په بیلابیلو زمینو کې دجامعې ایټمی موافقې یا برجام د اجرا بشپړ ملاتړ کوی .
هغه چې له دې مخکې ئې دایران د نظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې دڅیړنیز مرکز له مشر علی اکبر ولایتی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی ،زیاته کړې ، دواړه هیوادونو په اقتصادی ،سیاسی اوکلتوری زمینو کې په دوواړخیزو خبرواترو کې ښه پرمختګونه کړی دی .
دجرمنی مرستیال خارجه وزیر همدرااز دمینځنی ختیځ دبدلونونو په زمینې کې دجرمنی اندیښنو او په دې زمینې کې له اسلامی ایران سره د نظر یووالی ته په اشارې سره وویل تهران اوبرلین اعتقاد لری ، په یمن ،سورئې او د دوینو دبهیدو او جنګ جګړو سره ښکیل په نورو سیمو کې پوځی حل لاره هیڅ بریا نه لری .