ترکیه او قطر په دوحه کښې ګډه پوځي اډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i47122-ترکیه_او_قطر_په_دوحه_کښې_ګډه_پوځي_اډه_جوړوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په روحه کښې له قطري چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2017 03:38 Asia/Kabul
  • ترکیه او قطر په دوحه کښې ګډه پوځي اډه جوړوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په روحه کښې له قطري چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

په قطر کښې د ترکیې د ولسمشر له شتون سره همماله د انقرې چارواکو وویل چې دواړو هیوادونو په دوحه کښې د ګډې پوځي اډې د جوړولو او پکښې د سل هاو ترک ځواکونو د دیره کولو په سر موافقه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په روحه کښې له قطري چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

پریس ټي وي خبر ورکړی چې د ترکیې د دفاع وزارت مرستیال احسان بلبل وویل: د قطر او ترکیې د پوځي موافقې په چوکاټ کښې په نظر کښې ده چې د دغو دواړو هیوادونو د ګډو ځواکونو تاکتیکي مرکز په دوحه کښې پرانیستلی شي.

د احسان بلبل په وینا، د قطر یو بریدجنرال به په دوحه کښې د ګډ پوځي مرکز قومندان او د ترکیې د پوځ یو جنرال به یې مرستیال وي.

د ترکیې د دفاع وزارت مرستیال په دې خبرې سره چې د دوحې پوځي مرکز ته به له پنځو سوو نه تر شپږو سوو پورې ترک پوځي ځواکونه واستول شي، څرګنده کړه: له ۲۵ نه تر ۳۰ کسانو پورې روزنیزه ډله به هم په دغه مرکز کښې دیره کړی شي چې د چاودونکو توکو د شنډولو ټریننګ به ورکوي.

د ترکیې چارواکي په داسې حال کښې په دوحه کښې له قطر سره د ګډ پوځي مرکز په جوړولو سره د دواړو هیوادونو لپاره له ترهګرۍ سره د مقابلې د اسانیدو ادعا کوي چې دوحه او انقره په سوریه کښې د مختلفو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.