دبشریّت د ژغورونکی امام مهدی(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i47262-دبشریّت_د_ژغورونکی_امام_مهدی(ع)نیکمرغه_زوکړه_دې_پرټولومبارک_وی
زمونږخبریال راپورراکړ په درستې نړۍ کې په تیره بیا دایران په اسلامی جمهوریت کې د امامت د آسمان د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه شریف دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په شپه جشنونه جوړیږی او درست خلک میټایانې اوشربتونه دنذر نیاز په توګه خلکو ته وړاندې کوی او په دستورو کې ګډون کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 14:14 Asia/Kabul
  • دبشریّت د ژغورونکی امام مهدی(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی

زمونږخبریال راپورراکړ په درستې نړۍ کې په تیره بیا دایران په اسلامی جمهوریت کې د امامت د آسمان د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه شریف دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په شپه جشنونه جوړیږی او درست خلک میټایانې اوشربتونه دنذر نیاز په توګه خلکو ته وړاندې کوی او په دستورو کې ګډون کوی

راپورښئ   دمشهد سپیڅلی ښار، درستو زیارتونو ، جوماتونو  دښآرونو په واټونو او کورونو چراغان شوی او خلک په دې مناسبت  ددرست اسلامی امت د  نیکمرغۍ او  سولې اوثبات لپاره دعاګانې کوی او  له  پاک پروردګاره غواړی  چې  دامام  الزمان( عج) په ظهور کې بیړه وکړی څو درسته  نړۍ   لکه څنګه چې له ظلم او کړاؤ ډکه شوې ده  له  عدالت او انصافه ډکه کړی او په درستې نړۍ اسلامی نظام واکمن کړی .

 راپورونه ښئ په درستې نړۍ کې په تیره بیا دپآکستان  په پاره چنار ،کراچۍ ، پیښور ،لاهور اسلام اباد ،پنډۍ ،کویټه اونورو سترو ښارونو ، دافغانستان  په کابل ،غزنی ،ګردیز ،مزارشریف اوځینو نورو ښآرونو او دغه راز   په  عراق ، سورئې ،لبنان   جرمنی ، بحرین ، سعودی عربستان ،انګلستان، امریکا، اونورو اروپائی هیوادونو کې  هم  په دې مناسبت جشنونه جوړ شوی او  وینا وال د حضرت امام مهدی  دسیرت او  د اهل بیت علیهم السلام   ځانګړنې بیانوی او مینه وال  هم  ترې خپل زړونه خړوبوی اومینه پرې ماتوی .

 په دې مناسبت  دتهران  ریډیو  او انټرنیټی  سایټ درست کارکونکی  دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو  خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .