د مانچسټر حملې په شک یو ځوان ونیوی شو
May 23, 2017 15:22 Asia/Kabul
د بریطانیا پولیسو د مانچسټر د ترهګرې حملې په تړاو د یو کس د نیولو خبر ورکړ.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې د بریطانیا پولیسو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د مانچسټر په سویل کښې یو ۲۳ کلن سړی یې د بیګانۍ ترهګرې حملې په شک نیولی دی.
د ویلو ده چې تیره شپه د انګلستان د مانچسټر ښار په یو چت لرونکي سټیډیم کښې چې یو کنسرټ پکښې شروع و، بوږنونکې چاودونه وشوه.
په دغه ترهګره پيښه کښې ۲۲ تنه وژل شوي او ۵۹ نور زخمي شوي دي.
ټیګونه