په ترکیې دیارلس پوځیان وژل شوی دی .
Jun 01, 2017 01:50 Asia/Kabul
-
دغه پوځي هیلي کوپټر له الوت درې(۳) دقیقې وروسته د بریښنا له مزو سره وجنګید او نسکور شو .
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې په جنوب ختیځ کښې د شیرناک ولایت د اولودره(Uludere) ولسوالۍ په شنوبا سیمه کښې یو پوځی هیلی کوپټر غورځیدلی او دیارلس(۱۳) پوځیان کښې وژل شوی دی .
دترکیې دغه پوځی هیلی کوپټر له جنوب ختیځو سرحدی سیمو د بیرته ستنیدا په حال کښې وو چې دعراق سرحد ته نږدې له ریډار څخه ورک شو .
دترکیې دشیرناک سیمې چارواکو ویلی دی چې دغه پوځی هیلی کوپټر له الوت درې(۳) دقیقې وروسته د بریښنا له مزو سره وجنګید او نسکور شو .
ترکیه له سعودی عربستان، قطر، امریکا، انګلستان، بریطانیه ، فرانسه ، اسرائیلو ، اردن وغیره سره یوځاې په عراق او سوریې او نورو هیوادونو کښې دترهګرو ستره ملاتړی ده .
ټیګونه