امریکا باید دسوریې په پوځیانوحملې بندې کړی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49650-امریکا_باید_دسوریې_په_پوځیانوحملې_بندې_کړی_.
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره په ټیلی فونی خبرو کښې دامریکا دائتلاف دجنګی الوتکو لخوا دسوریې دپوځ په مرکزونو دبمباریو دختمیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2017 01:07 Asia/Kabul
  • امریکا تراوسه په ځلونو په قصدي ډول د سوریې او دغه راز د عراق  د عسکرو په مرکزونو او مورچو حملې کړي دي .
    امریکا تراوسه په ځلونو په قصدي ډول د سوریې او دغه راز د عراق د عسکرو په مرکزونو او مورچو حملې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره په ټیلی فونی خبرو کښې دامریکا دائتلاف دجنګی الوتکو لخوا دسوریې دپوځ په مرکزونو دبمباریو دختمیدا غوښتنه وکړه .

دروسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا له خارجه وزیر ریکس ټیلرسن سره په ټیلی فونی خبرو کښې دسوریې دپوځ په مرکزونو او مورچو د امریکا په مشرۍ لاندې دائتلاف د جنګی الوتکو له حملو سره د روسیې مخالفت اعلان کړ او دا دډول حملو د تکرار دمخنیوی لپاره یې د ضروری تدبیرونو د غوره کیدا غوښتنه وکړه .

امریکا تراوسه په ځلونو په قصدی ډول د سوریې او دغه راز د عراق  د عسکرو په مرکزونو او مورچو حملې کړی دی چې دداعش د کمزوری کیدا او ددغه ډلې  د ماتی مخه ونیسی .

امریکا له سعودی عربستان، انګلستان، ترکیې ، اسرائیلو ، اردن ، متحده عربی اماراتو، فرانسې ، بحرین وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، یمن او لیبیا وغیره کښې دداعش او دنورو ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی ده .