په سوریې کښې دترهګرو د ماتی شرایط برابر شوی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50078-په_سوریې_کښې_دترهګرو_د_ماتی_شرایط_برابر_شوی_.
سانا خبری اژانس راپور راکړی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا وویل په سوریې کښې نویو سیاسی او پوځی بدلونونو دترهګرو ډلو د نهایی ماتی لپاره مناسب شرایط برابر کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 14:42 Asia/Kabul
  • د استانه خبرې نه دي ځنډیدلي او نه یې وخت بدل شوی دی .
    د استانه خبرې نه دي ځنډیدلي او نه یې وخت بدل شوی دی .

سانا خبری اژانس راپور راکړی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا وویل په سوریې کښې نویو سیاسی او پوځی بدلونونو دترهګرو ډلو د نهایی ماتی لپاره مناسب شرایط برابر کړی دی .

هغه وویل په سوریې کښې دتاوتریخوالی دکمولو دسیمو درامینځته کولو دموافقې اجرا اجازه ورکوی د اووربند د تثبیت بهیر دوام ولری او دسوریې پوځیان وکولای شی دداعش او د جبهه النصره په شان له ترهګرو ډلو سره په مبارزې تمرکز وکړی .

دروسیې د بهرنیو چارو دوزارت ویندوې میرمن ماریا زاخارووا داستانه د غونډې د وخت د بدلیدا په اړه دیوې(۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل د استانه خبرې نه دی ځنډیدلی او نه یې وخت بدل شوی دی ځکه چې تراوسه ددغه غونډې د وخت په اړه کومه موافقه نه ده شوی .