دسوریې پوځ په رقه ولایت کښې پرمختګ کړی .
-
دسوریې پوځ د الثریا او د الرصافه د لویې لارې دجنوب یوشمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ په شمال کښې په رقه ولایت کښې دخپلو پرمختګونو په دوام کښې له داعش ترهګرې ډلې نورې سیمې ازادې او پاکې کړې .
دسوریې حکومتی عسکرو د رقه په خواوشا کښې د الثریا او د الرصافه د لویې لارې دجنوب یوشمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .
دسوریې پوځ په دغه چورلیز کښې دصهاریج الوهاب ، جب الافادوس او جب مشرفه کلی له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړل او یوشمیر ټروریسټان یې هلاک هم کړل .
دسوریې د رقه په ختیځ کښې رجم الحره ښارګی او په جنوب کښې الصفیان ښارګی او میدان او مساکت الثوره سیمې هم پرون له داعش ډلې پاکې کړې .
سوریه پینځه() کاله کیږی چې دداعش او دالنصره په شان د وسله والو ترهګرو ډلو په شتون سره چې دسعودی عربستان په شمول د سیمې دځینو عربو او دغه راز د لویدیځو هیوادونو لخوا یې مالی او وسله وال ملاتړ کیږی کړکیچ سره مخ ده