دسوریې پوځ په رقه ولایت کښې پرمختګ کړی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50150-دسوریې_پوځ_په_رقه_ولایت_کښې_پرمختګ_کړی_.
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ په شمال کښې په رقه ولایت کښې دخپلو پرمختګونو په دوام کښې له داعش ترهګرې ډلې نورې سیمې ازادې او پاکې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 01:07 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ  د الثریا او د الرصافه د لویې لارې دجنوب یوشمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .
    دسوریې پوځ د الثریا او د الرصافه د لویې لارې دجنوب یوشمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .

ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ په شمال کښې په رقه ولایت کښې دخپلو پرمختګونو په دوام کښې له داعش ترهګرې ډلې نورې سیمې ازادې او پاکې کړې .

دسوریې حکومتی عسکرو د رقه په خواوشا کښې د الثریا او د الرصافه د لویې لارې دجنوب یوشمیر سیمې له داعش ترهګرې ډلې پاکې کړې .

دسوریې پوځ په دغه چورلیز کښې دصهاریج  الوهاب ، جب الافادوس او جب مشرفه کلی له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړل او یوشمیر ټروریسټان یې هلاک هم کړل .

دسوریې د رقه په ختیځ کښې رجم الحره ښارګی او په جنوب کښې الصفیان ښارګی او میدان  او مساکت الثوره سیمې هم پرون له داعش ډلې پاکې کړې .

سوریه پینځه() کاله کیږی چې  دداعش او دالنصره په شان د وسله والو ترهګرو ډلو په شتون سره چې دسعودی عربستان په شمول د  سیمې دځینو عربو او دغه راز د لویدیځو هیوادونو لخوا یې مالی او وسله وال ملاتړ کیږی کړکیچ سره مخ ده