دسوریې عسکرو له ترهګرو څو کلی ازاد کړل
-
امریکا ،سعودي عربستان ، انګلستان ، فرانسه له ترهګرو ډلو سره وسله والې او مالي مرستې کوي .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ پرون وتوانید دپلازمینې دمشق په جنوب ختیځ کښې څو کلی اوسیمې له ترهګرو ازادې کړی .
ویل کیږی چې دسوریې پوځیان بریالی شول د ام جدیان ، رسم العبده ، شلیل ، زفره او عره الصریخی کلی او سیمې په خپل کنټرول کښې ورولی .
د سوریې دپوځ پرمختګ ددمشق په جنوب ختیځ کښې له تل الرابیه څخه په شمال لویدیځ کښې د بیرالقصب سیمې په لور وشو او په دغه پرمختګ کښې تل مریم، مطر القصا، کوه البیر ، بیر القصب او خربه القصب سیمې د حکومتی عسکرو لاس ته ورغلې .
په سوریې کښې جنګ له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې له ترهګرو ډلو د سعودی عربستان ، ترکیې ،اسرائیلو، امریکا، ترکیې ، فرانسې ، انګلستان او دهغوې دنورو عربواو اروپایی ملاتړو هیوادونو په حمایت سره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
امریکا ،سعودی عربستان ، انګلستان ، فرانسه ، ترکیه اونور عرب اواروپایی هیوادونه اوس هم په سوریې کښې له داعش ، جبهه النصره او نورو وهابی ترهګرو ډلو سره وسله والې او مالی مرستې کوی .