دسوریې دولسمشر بشار اسد څنګ ته کول لومړیتوب نه دی
-
په سوریې کښې دامریکا لومړیتوب نور د بشار اسد له قدرت څخه څنګ ته کول نه دي .
ایتارتاس خبری اژانس وایی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون په دې خبرې ټینګار سره چې له واک څخه د سوریې د ولسمشر بشار اسد لیرې کیدل نور دفرانسې له نظره د سوریې د کړکیچ په حل کښې لومړیتوب نه ګنل کیږی وویل همدا اوس په سوریې کښې له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب لری .
هغه وویل د سوریې دولسمشر بشار اسد له قدرت څخه څنګ ته کیدل مخکې شرط نه ګڼل کیږی ځکه هیڅوک د هغه جایز ځای ناستی نشی کیدلای .
دفرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ټینګار وکړ هیڅ شی له ترهګرو سره له مبارزې اغیز شیندونکی نه دی او په دې لاره کښې دټولو هیوادونو په تیره بیا د روسیې ملګرتیا ضروری ده .
مکرون په دوام کښې خپل بل لومړیتوب د سوریې د دړې وړې کیدا مخه نیول اعلان کړ او ویې ویل د سوریې دکړکیچ لپاره باید دسیاسی او دډپیلوماټیکې لارې نقشه وی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې هم ویلی چې په سوریې کښې دامریکا لومړیتوب نور د بشار اسد له قدرت څخه څنګ ته کول نه دی .
دسوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو او دهغوې دملګرو هیوادونو له شپږ(۶) کاله ناتوانۍ وروسته دډیرولویدیځو هیوادونو چارواکو اوس خپل کړچار بدل کړی دی او ویلی یې دی په سوریې کښې ددوې لومړیتوب نور د بشار اسد څنګ ته کول نه دی .