قدس دفلسطین په مقام دټینګار ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50632-قدس_دفلسطین_په_مقام_دټینګار_ورځ_ده
زمونږخبریال وایی د فلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دقدس دنړیوالې ورځې په مناسبت په یوې (۱)بیانیې کښې وویل ددغه ورځې لمانځل د ټول اسلامی امت په ضمیر او زړونو کښې د فلسطین ، دالاقصی جومات او د قدس په مقام ټینګار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2017 01:36 Asia/Kabul
  • اسلامي امت  د دښمانانو له ټولو هڅو او کوششونو سره سره قدس هیر نه دی کړی او نه به یې هیر کړي .
    اسلامي امت د دښمانانو له ټولو هڅو او کوششونو سره سره قدس هیر نه دی کړی او نه به یې هیر کړي .

زمونږخبریال وایی د فلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دقدس دنړیوالې ورځې په مناسبت په یوې (۱)بیانیې کښې وویل ددغه ورځې لمانځل د ټول اسلامی امت په ضمیر او زړونو کښې د فلسطین ، دالاقصی جومات او د قدس په مقام ټینګار دی .

د فلسطین دحماس غورځنګ ویندوی فوزی برهوم په دغه بیانیې کښې چې پرون یې خپره کړه وویل اسلامی امت دخپلو شتمنیو دچورتالان کیدا او دغه راز د تفرقې د رامینځته کولو او د حافظې دبدلولو لپاره د دښمانانو له ټولو هڅو او کوششونو سره سره قدس هیر نه دی کړی او نه به یې هیر کړی .

هغه وویل دقدس دازادولو لپاره له صهیونیسټی دښمن سره د حقیقی جنګ او د وحدت د احیا وخت نږدې دی  او دقدس ښار ازادول داسلامی نړۍ پرغاړه یوه دنده ده او یو(۱) عمومی مسولیت هم دی .

دحماس غورځنګ ویندوی وویل له ټول اسلامی امت څخه غواړو چې فلسطین او دهغه دمبارز ملت مرستې ته ورشی او دنیواکګرانو له منګولو د فلسطین دازادولو او د کرامت او دعزت د جنګ لپاره دچمتووالی د ترلاسه کولو لپاره دفلسطین د اتل وال مقاومت دملاتړ او په خپل ټاټوبی کښې د ملت د پایدارۍ د پیاوړتیا زمینه برابره کړی .