چین هند ته خبردارے ورکړ
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هند ته په یو جدی خبرداری کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ له لانجه مارو سیمو څخه د دغه هېواد د فوځونو د فوری وېستلو غوښتنه وکړه.
د شین هوا خبری اژانس د رپوټ له مخې مېرمن هواچون اینګ نن په بیجینګ کښې تاکید وکړ ، له چین سره په لانجه مارو سیمو کښې د هندی فوځیانو زیاتوالے به د دواړو هېوادنو د فوځی جګړې سبب شی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل: هندی ځواکونه په سیکیم صوبه کښې د چین پولو ته داخل شوی او پکار دی زر تر زره خپل فوځیان وباسی.
له دې مخکې هم په هند کښې حکومتی سرچینو د دغه هېواد خاورې ته د چینی فوځیانو د ورننوتو خبر ورکړے ؤ.
د دغوسرچینو د وېنا له مخې د چین فوځیانو د سیکیم صوبې دوکالا سیمې ته په ننتوتلو سره د هند د فوځ دوه مورچلونه تباه کړل.
د دغه رپوټ له مخې د هند خاورې ته د چینی فوځیانو په ننوتلو سره هندی ځواکونه ورسره ښکېل شول چې د دغې نښتې د احتمالی سرتاوانونو رپوټ نه دے خپور شوے.