د میانمار حکومت دې د بیان د آزادۍ احترام وکړي
Jul 04, 2017 02:55 Asia/Kabul
په میانمار کښې د خبریالانو د ځپنې په زیاتیدو سره اروپايي اتحادیې د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې د بیان د آزادۍ احترام وکړي.
د پریس ټي وي د خبر له مخې اروپايي اتحادیې پرون په یوه خبرپاڼه کښې له میانماره وغوښتل چې د خبریالانو له نیولو او ویرولو ډډه وکړي.
اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې د بیان آزادي د ډیموکراټیکې ټولنې یوه ستنه ده.
دغې اتحادیې د میانمار له حکومته غوښتي د رعب او ویرې د یوې پاکې فضا په رامینځته کولو سره د خبریالانو د فعالیت لپاره امنیت برابر کړي.
اروپايي اتحادیې ویلي چې په میانمار کښې تعقیبونې او نیونې اندیښمنونکې اندازې ته رسیدلې دي.
ټیګونه