د ترک پوځیانو پنځمه ډله دوحې ته ورسیده
Jul 12, 2017 03:31 Asia/Kabul
د قطر پوځي سرچینو بیګا دوحې ته د ترکیې د پوځي ځواکونو د پنځمې ډلې د رسیدو خبر ورکړ.
رویټرز خبري آژانس لیکلي چې دغه ترک پوځیان العُدیده هوايي اډې ته رسیدلي دي. د ترکیې د پوځي ځواکونو اوله ډله د تیرې جون میاشتې په ۲۵ نیټه دوحې ته رسیدلې وه.
د ترکیې د پوځي ځواکونو پنځمه ډله په داسې حال کښې دوحې ته لاړه چې له قطر څخه د ترک ځواکونو وتل د عربي کړکیچ د هواري لپاره د قطر د بایکاټ کونکو څلورو هیوادونو په دیارلسو شرطونو کښې شامل دي.
ټیګونه