په استنبول کښې د ناکامې کودتا کلیزه ونمانځله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52134-په_استنبول_کښې_د_ناکامې_کودتا_کلیزه_ونمانځله_شوه
د ترکیې د مختلفو سیمو خلکو بیګا په استنبول ښار کښې په لاریون سره له حکومته د ملاتړ په ترڅ کښې په دغه هیواد کښې د ناکامې کودتا کلیزه ونمانځله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2017 03:42 Asia/Kabul
  • په استنبول کښې د ناکامې کودتا کلیزه ونمانځله شوه

د ترکیې د مختلفو سیمو خلکو بیګا په استنبول ښار کښې په لاریون سره له حکومته د ملاتړ په ترڅ کښې په دغه هیواد کښې د ناکامې کودتا کلیزه ونمانځله.

له استنبوله زمونږ خبریال وايي چې د ترکیې د ناکامې کودتا په وړومبۍ کلیزه کښې د دغه هیواد زرګونو خلکو په استنبول کښې په لاریون او راغونډیدو سره د اردوغان د حکومت له سیاستونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوي د ترکیې په وروستۍ کودتا کښې د امریکې د دخالت او رول په غندلو سره د خپل هیواد له حکومته وغوښتل چې د اینجرلیک پوځي اډې په بندولو سره په هغې کښې موجود بهرني په تیره بیا امریکايي پوځیان وباسي.