د اسلامي ملګرتیا تنظیم غونډه پاې ته رسیدلې
په استنبول کښې د قدس او مسجدالاقصی په اړه د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اجرايي کمیټې بیړنۍ غونډه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاې ته ورسیدله.
په دغه یوه ورځنی غونډه کښې چې پرون سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په شمول د ۴۴ اسلامي هیوادونو د استازو په ګډون په استنبول کښې ترسره شوه، په بیت المقدس کښې د وروستیو بدلونونو جاجونه وشوه.
د یادې غونډې په پاییزه بیانیه کښې په فلسطیني ټاټوبي کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو اقداماتو د دوام د سختې غندنې په ترڅ کښې د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې په توګه د قدس شریف د حرم د ساتنې لپاره د مسلمانو هیوادونو د یووالي په ضرورت ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د ۲۰۱۷ کال د جولایۍ له ۱۴ نیټې څخه د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په حکم په تیره بیا په قدس او مسجدالاقصی کښې د فلسطینیانو ځپنه زیاته کړې ده. د قدس د نیواکګر رژیم پوځیانو په دې موده کښې سلګونه فلسطینیان شهیدان او زخمي کړي دي.