په کشمیر کښې مظاهرې او ځپنې جاري دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53318-په_کشمیر_کښې_مظاهرې_او_ځپنې_جاري_دي
په سرینګر او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په نورو سیمو کښې امنیتي ځواکونو پر کشمیري مظاهره چیانو باندې په حملې سره یو کشمیری مظاهره چي په ډزو ووژه او لسګونه کسان یې ژوبل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2017 03:31 Asia/Kabul
  • په کشمیر کښې مظاهرې او ځپنې جاري دي

په سرینګر او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په نورو سیمو کښې امنیتي ځواکونو پر کشمیري مظاهره چیانو باندې په حملې سره یو کشمیری مظاهره چي په ډزو ووژه او لسګونه کسان یې ژوبل کړل.

د سرینګر او د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د نوورو سیمو په سل هاو کسان پرون د مظاهرو په کولو او د کاڼو ډبرو په ویشتو سره له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

کشمیري مظاهره چیانو همداشان پرون د خپلو مظاهرو په دوام کښې د یولړ شعارونو په ورکولو سره په کشمیر کښې د هندي پوځیانو د جنایتونو د بندیدو غوښتنه وکړه.

په پُلوامه سیمه کښې هم مظاهره چیان د هند له امنیتي ځواکونو سره ښکیل شول چې په دغه نښته کښې هم امنیتي ځواکونو په خلکو ډزې وکړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې لا خبر نه دی رارسیدلی.