سوریې د عرسال په ازادولو کښې مهم رول ولوبوه
-
دلبنان خلکو او سیاسي شخصیتونو د حزب الله غورځنګ لخوا د عرسال سیمې دلوړو د ازادولو دعملیاتو ملاتړ کړی دی .
زمونږ خبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله دعرسال سیمې په جنګ کښې له دغه غورځنګ سره دسوریې د پوځ دمرستو دقدرونې په ترڅ کښې وویل دترهګرو په وړاندې د حزب الله بریالیتوب دایران داسلامی جمهوریت د کارپیژاندو د ملاتړونو په دلیل دی .
هغه بیګا د النصره ترهګرې ډلې له نیواک څخه د لبنان دعرسال سیمې دلوړو دازادولو په مناسبت یوه (۱)وینا وکړه .
د لبنان د عرسال او دسوریې د القلمون غربی دلوړو سیمو دازادولو عملیات چې کابو درې(۳) کاله د النصره او داعش تکفیری وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې په نیواک کښې وې د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې له یویشتمې(۲۱) نیټې څخه پیل شول او دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونه وتوانیدل د النصره ترهګرې ډلې تر نیواک لاندې سیمې ازادې کړی .
په دغو عملیاتو کښې د النصره تکفیری وهابی صهیونیسټی ټروریسټی ډلې په سلګونو غړی مړه شوی او ډیر نور نیول شوی هم دی .
دلبنان خلکو او سیاسی شخصیتونو د حزب الله غورځنګ لخوا د عرسال سیمې دلوړو د ازادولو دعملیاتو ملاتړ کړی دی .
د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د عرسال سیمې د ازادولو د عملیاتو د چټک کیدا یو(۱) دلیل دحزب الله په څنګ کښې دسوریې د پوځ مبارزه وبلله او ویې ویل دلبنان خلک دسوریې دولسمشر بشار اسد او ددغه هیواد دخلکو قدرونه کوی .
حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې ملګروملتونو د لبنان دعرسال سیمې دازادولوپه عملیاتو کښې هیڅ رول نه درلود په دغه سیمه کښې د النصره ترهګرې ډلې او دحزب الله اووربند ته په اشارې سره وویل د ملګروملتونو او دنړیوال سره صلیب له ګډون پرته د اووربند لپاره خبرې نتیجې ته ورسیدلې او ددغه اووربند ضامن به حزب الله او دلبنان امنیتی ځواکونه وی .