د هندوستان پولیس یوځل بیا له کشمیریانو سره ښکیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53784-د_هندوستان_پولیس_یوځل_بیا_له_کشمیریانو_سره_ښکیل_شول
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو د نښتې له پيلیدو وروسته بې له ځنډه په اعتراضي توګه خپل دکانونه بند کړل او کاربندیز یې پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2017 15:18 Asia/Kabul
  • د هندوستان پولیس یوځل بیا له کشمیریانو سره ښکیل شول

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو د نښتې له پيلیدو وروسته بې له ځنډه په اعتراضي توګه خپل دکانونه بند کړل او کاربندیز یې پیل کړ.

شینهوا خبري آژانس خبر ورکړی چې د هندي پوځیانو او کشمیري مبارزانو ترمینځ وسله واله نښته نن ماسپښین د کشمیر د پلوامه ښار په ګولاباګ سیمه کښې رامینځته شوه. د هندوستان د سیمه ایزو پولیسو ویاند ویلي چې نښته لاهم روانه ده خو د احتمالي تلفاتو په اړه یې خبر نه درلود.

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو د نښتې له پيلیدو وروسته بې له ځنډه په اعتراضي توګه خپل دکانونه بند کړل او کاربندیز یې پیل کړ.

په پلوامه کښې کاربندیز او مظاهرې لږ وخت پس د سیمه ایزو پولیسو په حملې سره د کشمیري معترضانو او هندي ځواکونو ترمینځ په نښتې بدلې شوې.