هند له چین سره په پوله کښې خپل ځواکونه زیات کړل
د هند رسنیو پرون د شمال ختیځ په حدودو کښې له چین سره په ګډه پوله کښې د هند د فوځی ځواکونو د زیاتولو خبر ورکړ.
دغه خبر په داسې حال کښې خپریږی چې د هېمالیا د یوې سټراټیجکې سیمې په باره کښې د نوی ډیلی او بیجینګ په تعلقاتو کښې تاوتریخوالے زیات شوے دے.
زمونږ خبریال د فرانس پرېس په حوالې سره رپوټ ورکړ، هندی رسنیو د دغه هېواد د یوې سرچینې په نقل سره چې نوم یې څرګند نه شو وویل له چین سره د هند په پوله کښې د فوځی ځواکونو ترمېنځ د خبرداریو سویه لوړه شوې ده.
د دغه رپوټ له مخې په دغه سیمه کښې په وروستیو اوو هفتو کښې د هند تقریباً درې نیم سوه فوځی ځواکونه له چینی ځواکونو سره د مقابلې لپاره موجود وو. دغه مشکل د روان میلادی کال د جون په میاشت کښې هغه وخت شروع شو چې د چین ځواکونو په دوکلام سیمه کښې د یو سړک د پراخولو اقدام وکړ.دغه سیمه د چین او بوټان ترمېنځ یوه لانجې ماره سیمه ده.