منصور احمد خان: له افغانستان سره د پاکستان خبرې مثبت ګام دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177274-منصور_احمد_خان_له_افغانستان_سره_د_پاکستان_خبرې_مثبت_ګام_دی
په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، له افغانستان سره د دولتونو په کچه خبرو ته د اسلام‌اباد لېوالتیا مثبته نښه ده.
(last modified 2026-08-28T02:09:58+00:00 )
Aug 28, 2026 06:37 Asia/Kabul
  • منصور احمد خان: له افغانستان سره د پاکستان خبرې مثبت ګام دی

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، له افغانستان سره د دولتونو په کچه خبرو ته د اسلام‌اباد لېوالتیا مثبته نښه ده.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند طاهر اندرابي د څرګندونو په غبرګون کې هیله ښودلې چې دواړه هېوادونه د خبرو بهیر په داسې دوه‌اړخیزو میکانیزمونو بدل کړي چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د «ترهګرۍ» ستونزه هواره او د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.

اندرابي ویلي، پاکستان له افغانستان سره د شخړو د حل لپاره د دولتونو په کچه خبرو ته چمتو دی، خو کابل باید د هر ډول هوکړې لپاره عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې له نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼې لارې تړل شوې دي.