د سوریې عسکرو دداعش ډلې اخری مرکز ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53980-د_سوریې_عسکرو_دداعش_ډلې_اخری_مرکز_ونیوه
سانا خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې پوځ نن دحمص دختیځ په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې اخری مرکز السخنه (Al-Sukhna)ښار ازاد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2017 13:27 Asia/Kabul
  • د السخنه ستراتژیک ښار دحمص ولایت په ریف شرقي کښې د داعش ډلې د  راغونډیدا ترټولو ستر مرکز دی .
    د السخنه ستراتژیک ښار دحمص ولایت په ریف شرقي کښې د داعش ډلې د راغونډیدا ترټولو ستر مرکز دی .

سانا خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې پوځ نن دحمص دختیځ په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې اخری مرکز السخنه (Al-Sukhna)ښار ازاد کړ .

دسوریې پوځیانو او دلبنان د اسلامی مقاومت حزب الله ځواکونو دالسخنه ښار د ازادولو په عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې ګڼ شمیر غړی هلاک کړل .

د سوریې پوځ اوس په کامل ډول د ښار دامنیت دتامینولو او په واټونو او ودانیو کښې د کیښودل شویوبمونو او د ماینونو د شنډولو په حال کښې دی  .

د السخنه ستراتژیک ښار د تدمر تاریخی ښار دشمال ختیځ په پنځوس(۵۰) او د دیرالزور ښار په پنځوس(۵۰) کلومیټرۍ کښې پروت دی او دحمص ولایت په ریف شرقی کښې د داعش ډلې د  راغونډیدا ترټولو ستر مرکز دی .

نن د حمص او رقه  ولایتونو ترمینځ د الکدیر سیمې په جنوب کښې دداعش ترهګرې ډلې دمرکزونو په شل(۲۰) کلومیټرۍ کښې هم د سوریې پوځیان دیره شول