ترهه ګرې ډلې دامریکا تر نظر لاندې جنایتونه کوی
دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی بیګا دایران له لومړی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې ووئیل ، امریکا په ظاهر کې له داعش سره دمبارزې ډنډورې غږوی ، خو په باطن کې په بشپړ ډول د دغې ډلې په وړاندې په پلان شوی مدیریّت سره چلند کوی او د دغې جنایتکارې ډلې له مینځه وړلو سره هیڅ دلچسپی نه لری .
سردار سلامی همدرااز په سورئې کې د اهل بیت علیهم السلام دسپیڅلی حرم دیوه دفاع کونکی شیهد محسن حججی چې مظلومانه شهادت ته په اشارې سره چې د داعشی جنایتکارو په بند کې په بوږنونکی ډول له شکنجې وروسته شهید شوی ، روښانه کړې ، داعشی تکفیریان په ډیر بوږنونکی ډول هغه بندیان چې دجنګ په ډګر کې ئې اسیر کړی ،بیا ئې په ډیر بوږنونکی ډول شکنجه کوی او په شهادت ئې رسوی چې د هغوی په دغو جنایتونو سره به دحرم د دفاع کونکو حوصلې نوره هم مضبوطې او کلکې شی ځکه د حرم دفاع یو ویاړ دی او دغه ویاړ د اهل بیت علیهم السلام د درستومینه والو یوه هیله ده .
دایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان روښانه کړې داعشی تکفیریان په درستې نړۍ په تیره بیا په سورئې اوعراق کې په بشپړ ډول دامریکایانو اودهغوی دځینو تالی څټو هیوادونوله خوا په وسلو سبنالیږی او بیا دمظلومو اوبې دفاع خلکو په ضد جنایتونه کوی چې دوی هم له داعشیانو سره په جنایتونو کې بشبړ شریک دی .