ترهه ګری هیڅ دین،مذهب اوتوکم سره اړه نه لری
جوادظریف دامریکا په شارلوتزویل ښار کې د توکمپال کرغیړن اقدام او دغه راز داسپانیا په بارسلون ښار کې په ترهه ګرې حملې پسې ، په لویدیځ کې له هرډول ترهه ګرو حملو وروسته داسلام په سپکاوی کې دلویدیځوالو په کړچار ټکونه وکړل او ټینګار ئې وکړ ، دتوکم یا مذهب په نامې ترهه ګری ، ترهه ګری ده او د هیچا نمایندګی نه کوی .
زمونږ خبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپل تویټر ټولنیز چینل کې دیوه مطلب په خپرولو سره دترهه ګرو په وړاندې په دوه ګوڼو کړچارونو سختې نیوکې کړی دی .
جوادظریف دامریکا په شارلوتزویل ښار کې د توکمپال کرغیړن اقدام او دغه راز داسپانیا په بارسلون ښار کې په ترهه ګرې حملې پسې ، په لویدیځ کې له هرډول ترهه ګرو حملو وروسته داسلام په سپکاوی کې دلویدیځوالو په کړچار ټکونه وکړل او ټینګار ئې وکړ ، دتوکم یا مذهب په نامې ترهه ګری ، ترهه ګری ده او د هیچا نمایندګی نه کوی .
تیره اونۍ دامریکا دویرجینیا ایالت په شارلوتز ویل ښار کې په توکمپالو مظاهرو کې یوه سرزوری اوافراطی توکمپال ، پخپل ګاډی سره لسګونو کسان زخمی کړل چې ویل کیږی په دغه اخ وډب کې یو کس وژل شوی او کابو یویشت نور ټپیان شوی دی .
په پنجشنبې ورځې هم داسپانیا د بارسیلونا ښارپه مرکز لاس رامبلاس سیمې کې هغه ګاډی چې ډرائیور ئې داعشی ترهه ګر ؤ ، په لسګونو کسان له ګاډی لاندې کړل چې له امله ئې کابو دیارلس کسان وژل شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دامریکا د ویرجینیا ایالت په شارلوتزویل ښار کې سپیرۀ توکمپال اقدام ته څه خاص پام ونه کړ ، خو داسپانیا په بارسلونا ښار دحملې په باب ئې سملاسی د دغه ترهه ګر اقدام عامله اسلامی ترهه ګری بللی د ه . امریکائی رسنۍ په دې اند دی چې ټرمپ دسرزورو جمهوری غواړو او توکمپالو ډلو دملاتړ دله لاسه ورکولو له ویرې دتوکمپالو داقداماتو له محکوم کولو ډډه کوی.